ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې ملکي تلفات  تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي

په افغانستان کې ملکي تلفات تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي

author avatar
25 Jul 2016 - 15:09
په افغانستان کې ملکي تلفات  تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي
author avatar
25 Jul 2016 - 15:09

کابل ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٥):  د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وروستى يو راپور په ډاګه کوي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٠١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٥٦٥ نور ټپيان شوي چې وسله وال مخالفين یې د ډېرې مرګ ژوبلې رامنځته کېدو مسوول دي.

شپږ مياشتينى راپور چې په وسله والو شخړو کې د ملکي کسانو د ساتنې په اړه  نن خپور شو؛ کاږي چې د ٢٠٠٩ کال له پيله راهيسې د ملکي تلفاتو د شمېرو له مخې، د سږ کال  شمېرې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه په ګوته کوي چې درېيمه برخه يې ماشومان جوړوي.

يوناما وايي چې د ملکي تلفاتو ټولټال شمېر چې د ملګرو ملتونو له لوري د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ مياشتې له پيله راهيسې د ٢٠١٦ کال د جون تر ٣٠ مې ثبت شوي دي، ٦٣،٩٣٤ تنو ته رسېږي چې له دغه شمېر څخه ٢٢،٩٤١ يې وژل شوي او  ٤٠،٩٩٣ نور ټپيان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د روان ٢٠١٦ کال د جنورۍ مياشتې له پيله د جون مياشتې تر پاى پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما)  د بشري حقونو څانګې ١٦٠١  وژل شوي  ملکي کسان او ٣٥٦٥ نور ټپيان ثبت کړي دي، يادې شمېرې د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې کچه کې څلور سلنه زياتوالى ښيي.

يوناما په دغه راپور کې کښلي چې د ٦٠ سلنې تلفاتو عاملين د دولت ضد وسله وال، ٢٣ سلنه د دولت پلوي ځواکونه او ١٣ سلنه نور دواړو لورو، دولت او مخالفو وسله والو ته نسبت ورکول شوي دي.

د ياد راپور پر بنسټ، ځمکنۍ جګړې لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د جګېدو لامل ګرځي چې په دويم پړاو کې پېچلي ځانمرګي بريدونه او ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي يې لامل ګرځي.

د ياد راپور موندنو له مخې، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣٨٨ ماشومان وژل شوي او ١١٢١ نور ټپيان شوي، هغه شمېرې چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مشر  د ګواښ وړ او له شرمه ډکې بللې دي؛ ځکه په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو له پيله دا څرګندېږي چې د روان کال په همدې شپږو مياشتو کې ډېرى ماشومان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه ١٣٠ ښځې وژل شوې او ٣٧٧ نورې ټپيانې شوې دي؛ خو ميتودولوجي (د ميتود پېژندنې) اړوند  پېښو کې د ښځينه مرګ ژوبلې شمېرو راغونډولو په برخه کې محدوديتونو ته په پام سره ويلى شو چې د ښځو تلفات په بشپړه توګه راپور نه دى ورکړل شوى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې دا راپور په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه په حقيقي توګه غوښتنه کوي چې له ټولو امکاناتو څخه دې ګټه واخلي څو ولسي کسان د جګړو له زيان څخه خوندي کړي.
نوموړي په افغانستان کې د جګړو ختمولو لپاره د سولې پر خبرو اترو ټينګار وکړ  او ويې ويل چې يوناما تل د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کړى او د افغان ولس غوښتنې او  اړتياوو ته په پام سره د سولې پروسې غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه: "له ښکېلو غاړو سره په اړيکه کې يو، افغان ولس دې د سولې ټينګښت په برخه کې خپل زغم وساتي، له پياوړي هوډ سره دې پر مخ ولاړ شي."

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش شتون په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: "داعش قصد لري چې افغان ولس ته زيان او تاوان واړوي او د کومو سياستونو پاليسي چې پر مخ بيايي، هڅه کوي څو په يو شمېر ولايتونو کې خپل نفوذ زيات کړي."

ياماموتو د دغه مطلب په څرګندولو سره چې دمګړۍ داعش په يو ختيځ ولايت کې پيکه حضور لري، وويل چې يوناما  له نړيوالې ټولنې  او افغان حکومت سره په ګډه د داعش فعاليتونه تعقيبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.