اسعداباد(پژواک،٤زمرى٩٥): د حزب اسلامي د مشهور قوماندان کشميرخان جنازه د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د کشميرخان د جنازې په مراسمو کې د کونړ والي وحيدالله کليمزي، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي، د ولسمشر سلاکار وحيدالله سباوون او يو شمېر نورو دولتي چارواکو او زرګونو کسان ګډون کړى وو.
د کونړ والي د جنازې په مراسمو کې وويل چې کشمير خان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال په افغانستان کې د جهاد د بنسټګرو له ډلې څخه و .
هغه د کشميرخان مړينه يوه لويه ضايعه وبلله.
دغه راز د کشميرخان مرستيال مولوي بهرام وويل چې کشميرخان يو مبارز شخصيت او د جهاد سر لارى و.
د هغه په وينا، کشمير خان داسې ځوانان روزلي چې د هغه په قدم به قدم ږدي او د هېواد لپاره به خدمت کوي.
بهرام له خبرو وروسته نورالرحمن د کشمير خان ورور د هغه ځاى ناستى اعلان کړ او له خپلو ټولو کسانو يې وغوښتل چې د کشمير خان په څېر له ده سره هم مينه او ملګرتيا وکړي.
د خبرو په پاى کې د کشمير خان جنازه د شيګل ولسوالۍ د ملاعالم په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
کشمير خان تېره ورځ د پېښور په کوم روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن