ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې څلور زره بېځايه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

کندوز کې څلور زره بېځايه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

author avatar
25 Jul 2016 - 18:53
کندوز کې څلور زره بېځايه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي
author avatar
25 Jul 2016 - 18:53

کندوز (پژواک ٤ زمرى ٩٥): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، له څلور زره زياتې کورنۍ چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت له دشت ارچي او قلعه زال ولسواليو څخه بېځايه شوې، په ډېرو ناوړه شرايطو کې شپې او ورځې سبا کوي.

 يوه اونۍ وړاندې سلګونه وسله والو د کندوز ولايت پر قلعه زال او دشت ارچي ولسواليو باندې بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې د قلعه زال او دشت ارچي ولسواليو يو شمېر سيمې ونيولې، چې له هغه وروسته دولت له طالبانو څخه د يادو سيمو د بيرته نيولو په موخه عمليات پيل کړل، چې نښته يې تر اوسه پورې دوام لري.

 د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله له قلعه زال ولسوالۍ څخه له درېيو زرو زياتې کورنۍ او دغه راز زر کورنۍ له دشت ارچي څخه ګاونډ ولسواليو ته کډه شوې دي.

 د ايوبي په وينا، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کندوز په دوه ولسواليو کې نښتې روانې دي، په دغه موده کې د زرګونه کورنيو د بېځايه کېدو سربېره سلګونه کورونه هم ويجاړ شوي، چې تر اوسه پورې د دولت له لوري له دوى سره هيڅ مرسته نه ده شوې.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي اوسمهال له سخت وضعيت سره لاس او ګرېوان دي، وويل: "له دولت څخه غوښتنه کوو چې پراخه عمليات ترسره کړي، څو يادې سيمې له وسله والو طالبانو پاکې او دوى خپلو کورونوته ستانه شي."

د کندوز د کډوالو چارو رييس سلام هاشمي وويل: "لومړني معلومات ښيي چې اوسمهال ٤ زره کورنۍ بېځايه شوې، خو تر اوسه پورې موږ ته څلور زره غوښتنې رارسېدلې او موږ هم نن سهار خپلې سروې پيل کړې دي."

 د قلعه زال ولسوالۍ د اراق تپې بازار اوسېدونکى صمد، د يادو بېځايه شوو کسانو له ډلې دى چې له تېرې اونۍ راهيسې د خپلې کورنۍ له ٨ غړو سره يو ځاى د کندوز ښار ته راغلى دى.

 صمد چې له خپلې مېرمنې او اووه بچيانو سره يو ځاى د کندوز ښار په انګورباغ سيمه کې په يوه خېمه کې شپې او ورځې سبا کوي، پژواک ته وويل  چې د سختې جګړې له امله يې د خپل کور لومړني توکي او نغدې پيسې هم له ځانه سره نه دي راوړي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى او ان تر دې چې د خوړو لپاره پوره ډوډۍ هم نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.