کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): د ملي امنيت سلاکار وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د روسيې مرسته اغېزناکه او ګټوره ده او د دغه هېواد همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره يې مسکو ته سفر کړى دی.
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه څرګندونې مسکو ته د سفر په مهال د سپوتنېک په نوم له يوې روسۍ رسنۍ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.
هغه چې پرون د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته رسېدلى، ټاکل شوې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د دغه هېواد د ملي دفاع وزير او د ملي امنيت سلاکار په ګډون له يو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.
حنيف اتمر په ياده مرکه کې ويلي چې هېواد يې غواړي له روسيې سره د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد خپلې همکارۍ زياتې کړي.
نوموړي ويلي: ((زه د دې لپاره راغلى يم چې د داعش ترهګرې ډلې پر ضد د روسيې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړم، د ترهګرۍ پر ضد د روسيې مرسته ډېره اغېزناکه او ګټوره ده.))
د ملي امنيت سلاکار ويلي چې له روسي چارواکو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ پر سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي.
اتمر هيله څرګنده کړې چې روسيه او د ناټو سازمان د افغانستان په اړه د همکاريو نوى باب پرانيزي.
د هغه په وينا، دوى د افغانستان په اړه د ناټو او روسيې د همکاريو هرکلى کوي او دا همکارۍ ډېرې اغېزمنې دي.
حنيف اتمر زياته کړې چې دا همکاري د ناټو، روسيې، افغانستان او ټولو اړوندو خواوو په ګټه دي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ويلي چې له خپل روسي سيال سره پر نورو نظامي همکاريو سربېره د Mi-17 and Mi-35 ډوله چورلکه په ترلاسه کولو هم خبرې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن