ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۱۶ کلنو فوټبال سیالۍ پیل شوې

خوست کې د ۱۶ کلنو فوټبال سیالۍ پیل شوې

author avatar
26 Jul 2016 - 11:36
خوست کې د ۱۶ کلنو فوټبال سیالۍ پیل شوې
author avatar
26 Jul 2016 - 11:36

خوست ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): په خوست ولايت کې د دريو ولايتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو تر منځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د فوټبال په يادو سياليو کې د خوست، پکتيا او لوګر ولايتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلو ګډون کړی دی.

د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي چې دغه لوبې لومړی د ولسواليو په کچه په يادو دريو ولايتونو کې پيل شوې وې چې اوس يې ګټونکې لوبډلې د زون په کچه سياليو ته لار مومي.

د خوست د فوټبال فراسيون مشر احمدولي ځدراڼ د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د يادو سياليو اتله لوبډله به د زون او د ټولو زونونو ګټونکې لوبډله به د جنوبي اسيا د فوټبال په سياليو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه: ((دا پروسه د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې روانه ده، لومړي پړاو کې د ولسواليو منتخبو لوبډلو تر منځ لوبې وې او اوس ولايتي سيالۍ دي چې د جنوبي زون کوربه توب خوست ولايت کوي.))

په يادو سياليو کې برخه لرونکي تنکي ځوانان هم د دغه ډول سیالیو د ترسره کېدو هرکلی کوي، خو ځینې غوښتنې هم لري.

يو لوبغاړى وايي: ((نوم مې مزمل دلدار دی، موږ ته بايد په پکتيا کې د فوټبال يو معياري لوبغالی جوړ شي، موږ هم دغسې هيله لرو، لکه چې د خوست ځوانان يې لري. نوم مې رحيم الله دی د خوست د ۱۶ کلنو د فوټبال لوبډله کې لوبه کوم، موږ هيله لرو، چې په راتلونکي کې هم د زون سيالی په خوست ولايت کې جوړې شي.))

د سوېل ختيځ زون د فوټبال لوبغاړي همدارنګه وايي چې د دولت له خوا دوی ته سمه پاملرنه نه کېږي او وايي، که چېرې دوی ته پوره پام وشي، نو ډېر ژر به په نړیوالو ډګرونو کې خپل استعدادونه ښکاره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.