ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ورزشکارې نجونې د ځان پر وړاندې منفي تبلیغاتو اندېښمنې کړې دي

د تخار ورزشکارې نجونې د ځان پر وړاندې منفي تبلیغاتو اندېښمنې کړې دي

author avatar
26 Jul 2016 - 17:35
د تخار ورزشکارې نجونې د ځان پر وړاندې منفي تبلیغاتو اندېښمنې کړې دي
author avatar
26 Jul 2016 - 17:35

تالقان (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): په تخار ولايت کې يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وايي چې ځيني کسان په ښځينه ورزشکارانو پسې ناسم تبليغات کوي تر څو ورزش پرېښودو ته يې اړې کړي.

د تخار په مرکز تالقان ښار کې د نجونو د والیبال لوبډل مشرې نظیفې شریفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې یو شمېر تش په نامه اسلام پالو د نجونو د ورزش پر ضد تبلیغات پيل کړي او خلک یې مخنیوي ته هڅوي.

هغې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، که حکومت له ورزشکارانو ملاتړ ونه کړي نو ټول نجونې به د ورزش پرېښودو ته اړې شي.

هغې وويل: ((په ښځو چارو ریاست کې د کاراتې یوه لوبډله وه چې نجونې تر دويم کمربنده هم رسيدلې وې خو دوی د سپورت پرېښو دو ته اړ شوي، بېلابېلې ډلې نجونې ګواښي چې سپورټ پرېږدي او سپورټ شرم بولي، حکومت هم له موږ څخه ملاتړ نه کوي.))

نوموړې وايي له شته ستونزو سره سره د والیبال لوبې ۴۲ مینه والې يې ساتلې او په منظمه توګه تمرين کوي.

دغه راز يوې بلې ورزشکارې نسيمې هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو د ورزش پر وړاندې ناسم تبليغات کوي او کورنۍ دې ته هڅوې تر څو خپل اولادونه ورزش ته پرې نه ږدي.

هغې وويل: ((دلته د ښځو لپاره معياري او خوندي لوبغالي هم نشته دي، ځيني خلک تبليغات کوي او کورنۍ هم له دې څخه انديښنه لري زموږ دغه ستونزې بايد هوارې شي.))

د نسيمې په وينا، که د نجونو د لوبغالو د نشتوالي ستونزه هواره نه شي، کورنۍ دا هم نوره نه پرېږدي چې ورزش وکړي.

په ورته وخت کې بیا د تخار د المپيک  چارواکي د نجونو ورزش په برخه کې ستونزې مني؛ خو ورسره د ورزش په برخه کې د نجونو کمه لېوالتیا هم مهمه بولي.

تخار د المپيک امر نقیب الله جلیلي پژواک ته وويل دوی ډېره هڅه کړې چې نجونې ورزش کولو ته وهڅوي؛ خو په خبره یې چې ورزش سره د نجونو د کمې لېوالتیا له امله ځينې لوبډلې له منځه تللې دي.

جلیلي وايي: ((موږ د کاراتې، بټمنټون، والیبال او نورې لوبډلې جوړې کړې، خو څه موده یې دوام وکړ بیا له منځه ولاړې، د نجونو نه لېوالتیا هم مهمه ستونزه ده، د لوبغالو نشتوالی او ګواښونه هم شته، خو د نورو ولایتونو په پرتله کمه ده.))

دې وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولايت کې په بيلابيلو برخو د نجونو ترمنځ د غوره لوبغاړي سيالۍ هم پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.