ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ او صنايعو خونه: هېواد کې د کاروبار حالت په ښه کېدو دى

د سوداګرۍ او صنايعو خونه: هېواد کې د کاروبار حالت په ښه کېدو دى

author avatar
26 Jul 2016 - 20:24
د سوداګرۍ او صنايعو خونه: هېواد کې د کاروبار حالت په ښه کېدو دى
author avatar
26 Jul 2016 - 20:24

کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٥): د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، يوه نوې ترسره شوې سروې ښيي چې په هېواد کې په روان کال کې د تېر کال په پرتله د کاروبار کچه لوړه شوې او پانګه وال هم د خپل راتلونکي په اړه خوښ دي.

د سوداګرۍ او صنايعو عامل خونې مشر عتيق الله نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، دغه سروې د روان کال په وري، غويي او غبرګولي مياشتو کې په کابل، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولايتونو کې ترسره شوې او له ٦٠٠ منځنيو پانګه والو څخه د دوى د کاري وضعيت په اړه پوښتنه شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې څېړنې موندنې ښيي چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د کار وضعيت مخ پورته روان دى او له منفي ٢٣ څخه منفي ٦ ته رسېدلى دى.

د يادې څېړنې د معلوماتو پر بنسټ، په يو شمېر ولايتونو لکه کندهار، هرات او ننګرهار کې د کار وضعيت د ښه والي لوري ته روان و او په کابل او بلخ کې بيا برعکس و، خو په ټوليز ټول پانګه وال د خپل کار راتلونکي په اړه ډېر خوښ دي.

نصرت زياته کړه، پانګه والو د حکومت له لوري له دوى سره د کړو ژمنو د ملاتړ په اړه خوښي څرګنده کړې، خو ورته مهال يې امنيت او د پلور بازار خپل عمده خنډونه بللي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو عامل خونې مشر وويل: "مرکه کوونکو ويلي، چې د ناامنۍ له امله سوداګر په خلاص زړه پانګونه نه شي کولى، ځکه هر کله چې ځانمرګي بريدونه، چاودنې، تښتونې، غلاوې او قتلونه کېږي، نو د کاروبار په برخه کې ډېر خنډونه رامنځته کوي او د بازار د سقوط لامل ګرځي."

هغه زياته کړه: "که څه هم تر اوسه پورې په عمل کې له خصوصي برخې د ملاتړ په برخه کې ګامونه نه دي پورته شوي، خو پانګه وال بيا هم د خپل راتلونکي په اړه خوښ دي او هيله يې څرګنده کړې، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې ډېر کسان استخدام کړي."

عتيق الله نصرت له حکومت وغوښتل، څو د سوداګرۍ او صنايعو خونو موندنو په برخه کې ډېر پام وکړي او د پانګه والو د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي.

خو د " ملي عزيز موبل او فرنيچر" په نوم د يوې کارخانې مشرې سيما عزيز طيب وويل، په تېر يوه کال کې د دوى د کارخونې د توليداتو د پلور کچه له ماتې سره مخامخ وه.

د هغې په وينا، د خلکو اقتصاد خراب شوى او د ورته بهرنيو توکو وارداتو چې ډېر ټيټ کيفيت لري، د دوى کارخونې توليداتو ته سخت زيان اړولى دى.

مېرمن عزيز څرګنده کړه، چې د وضعيت د ښه والي په موخه افغان حکومت بايد د کورنيو توليداتو ودې ته جدي پاملرنه وکړي او په ټوليز ډول ټولې صنايع د پنځو کلونو لپاره له ماليې معاف کړي.

د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر قربان حقجو پژواک ته وويل، ناامني په هېواد کې د پانګونې په برخه کې عمده خنډ دى او د کورنيو توليدي صنايعو د بازار موندنې لپاره پر ستونزې بدله شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.