ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوګر کې ځانمرګی نیول شوی”

“لوګر کې ځانمرګی نیول شوی”

author avatar
26 Jul 2016 - 11:47
“لوګر کې ځانمرګی نیول شوی”
author avatar
26 Jul 2016 - 11:47

کابل (پژاوک، ٥ زمرى ٩٥): ملي امنیت وايي چې ځواکونو یې د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې په مخامخ جګړه کې ځانمرګى بريد کوونکى نيولى دى.

د ملي امنیت لوی ریاست له لوري د زمري په ۵مه پژواک ته په یوه لېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ په کارېزونو سيمه کې د مخامخ نښتې په ترڅ کې يو ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى نيولى دى.

د سرچينې په حواله دغه کس بخت الله نومېږي او د څېړنو پر مهال يې پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((دغه بريدګر د حقاني شبکې د یوه قوماندان چې ریحان نومېږي په لارښوونه د نظامي زده کړو لپاره لومړی د پاکستان پېښور سیمې ته  تللی و او بیا د ځانمرګي له واسکټ څخه د ګټې اخيستنې زده کړه یې  په میرانشاه  کې له پنجابي استادانو ترلاسه کړې او بيا افغانستان ته د بريد لپاره راغلى و.))

د سرچينې په خبره چې دغه بريد کوونکي غوښتل د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د نجونو پر لېسې ځانمرګې بريد وکړي.

په لوګر کې حکومتي چارواکو د ياد ځانمرګي بريد کوونکي د نيونې په اړه بې خبري وښوده.

دغه راز د حقاني شبکې هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.