ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې سلګونه کورنۍ جګړو خپلو مېنو پرېښودو ته اړې کړې دي

په فراه کې سلګونه کورنۍ جګړو خپلو مېنو پرېښودو ته اړې کړې دي

author avatar
26 Jul 2016 - 13:05
په فراه کې سلګونه کورنۍ جګړو خپلو مېنو پرېښودو ته اړې کړې دي
author avatar
26 Jul 2016 - 13:05

فراه (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): د فراه ولايت ځايي چارواکي وايي چې په پشت رود ولسوالۍ کې د وسله والو نښتو له امله نږدې ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي ، ٢٣ نور ټپيان دي او سلګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښتو کې چې د يکشنبې مازديګر راهيسې په دوکن و چپک او چهار ماس کليو کې د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو پيل شوي، تر اوسه روانې دي او د ١٢ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او ٢٣ نورو د ټپي کېدو تر څنګ، د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونو په دې نښتو کې هوايي ملاتړ له ځان سره درلود، د ملي اردو کومانډو قطعه هم پشت رود ولسوالۍ ته د مرستې لپاره ورغله.

په ورته وخت کې د پشت رود ولسوال غوث الدين وويل چې په دې نښتو کې د ښکېلو وسله والو طالبانو شمېر څه باندې ٥٠٠ کسانو ته رسېږي.

هغه په دوکن، چپک او چهارماس سيمو کې د جګړې د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د نښتو دوام سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

د دوکن کلي د ځوانانو شورا غړى غلام رسول چې له خپلې کورنۍ سره فراه ښار ته تښتېدلى، وويل چې طالبانو د يکشنبې په ورځ د دوى پر کلي يرغل وکړ  او خلکو ته يې اخطار ورکړ چې خپل کورونه پرېږدي؛ ځکه چې دوى پر امنيتي پوستو د بريد هوډ لري.

هغه زياته کړه: ((زموږ د کلي، د چپک او چهارماش کلو سلګونه کورنيو د نښتو له وېرې خپل کورونه پرېښي او اوسمهال په ښار او يا نورو سيمو کې مېشتې دي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.