ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کوټ کې د داعش ستر مرکز له منځه وړل شوی”

“په کوټ کې د داعش ستر مرکز له منځه وړل شوی”

author avatar
26 Jul 2016 - 13:29
“په کوټ کې د داعش ستر مرکز له منځه وړل شوی”
author avatar
26 Jul 2016 - 13:29

جلال اباد (پژواک، ۵ زمری۹۵): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش هغه سوق او اداره په کنډواله بدل شوې چې جګړه يې ترې تنظيموله او خپل مخالفين يې په کې محاکمه کول.

د کوټ “سرای بازار” په سيمه کې د داعش وسله والو دغه مرکز د کومانډو ځواکونو د عملياتو پر مهال نيول شوی او اوس په کې له وسله والو پاتې شوي اسناد او توکي تصفيه کېږي.

د دغه مرکز او ځینو هټيو پر دېوالونو د داعش بيرغونه رسامي شوي او پر څو ويجاړو شوو کوټو يې په تور رنګ په عربي ليک ليکل شوي “خلافة إسلامية ولاية خراسان”

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا رييس ارکان ډګروال جان محمد په ياده سيمه کې د پژواک له خبريال سره په مرکه کې وويل، دا نيول شوی ځای په کوټ کې د داعش وسله والو ستر مرکز و.

هغه وايي: ((دا د داعشيانو سوق اداره وه، جګړې يې له دې ځايه تنظيمولې او د محکمې تر څنګ يې په کې خپلې نورې ادارې جوړې کړې وې.))

په کوټ کې د افغان ګومانډو ځواکونو عمليات تر دې سيمې نه دي محدود، له دې سيمې ور ها خوا په فقير بابا او الياس بابا کې د جګړې لومړۍ کرښه ده.

د يادو کليو کابو ټول اوسېدونکي له کورونو بېځايه شوي، دغلته د ښکېلو غاړو د جګړو له امله ځای ځای په کورونو کې د مرميو د لګېدو په وجه اورونه بل دي.

د ځانګړو عملياتو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن غلام حضرت پژواک اژانس ته وويل داعشيان د ځايي خلکو په کورونو کې پټ شوي او وسله واله نښته کوي.

غلام حضرت وايي: ((موږ په تېرو څو ورځو عملياتو کې له جنجال غونډۍ رادېخوا تر الياس بابا پورې ټولې سيمې تصفيه کړې، دا سيمه د تصيفې په حال کې ده.))

الياس بابا د کوټ ولسوالۍ وروستۍ هغه سيمه ده چې کوټ له هسکې مېنې سره نښلوي.

داسې اندېښنې شته چې د جګړې له امله تښتېدلي وسله وال ممکن ورڅېرمه ولسواليو ته واوړي او تر عملياتو وروسته بېرته کوټ ته راشي.

خو د کومانډو ځواکونو د دويم ټولي سرتېري سيد عباس پژواک ته وويل، د کومانډو ځواکونو پيل شوي عمليات په هسکه مېنه، نازيانو او اچين ولسواليو کې هم پيل شوي دي.

د نوموړي په خبره: ((د سيمې له نيولو وروسته، زموږ بله ډله سرتېري سيمې تصفيه کوي او بيا د امنيتي ځواکونو له خوا په کې پوستې اچول کېږي.))

د کوټ تر لاغرجو راښکته د سيداحمد خېلو سيمه موده مخکې د داعش له حضوره پاکه شوې ده.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي اکبرجان پژواک ته وويل: ((تر عملياتو وروسته دلته امنيت دی، يو شمېر کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راستنې شوې دي.))

د ده په وينا، د عملياتو پر مهال د ډېرو خلکو کورونو ته زيانونه اوښتي او څاروي يې وژل شوي دي.

د دې سيمې بل اوسېدونکي محمد کريم پژواک ته وويل: ((حکومت بايد ځايي وګړو ته د مرستو لړۍ پيل کړي، خلکو ته په جګړو کې ډېر زيانونه رسېدلي دي.))

د کوټ پر يو شمېر سيمو کابو يوه مياشت مخکې داعش وسله والو ډله ييز بريد وکړ او ډېرې سيمې يې لاندې کړې.

موده مخکې دغلته د داعش پر ضد د شاهين ۱۸ په نوم عمليات پيل شول، خو د دې عملياتو د ښو نتايجو په موخه ولسمشر تېره اوونۍ په سيمه کې کومانډو ځواکونو ته د عملياتو امر وکړ.

د داعش پر ضد د کومانډو ځواکونو دا پلي عمليات پر مخ روان دي، افغان او بهرني ځواکونه يې هوايي ملاتړ هم کوي، خو لا هم په لرو پرتو محدودو سيمو کې داعش خپله جګړه فعاله ساتلې ده.

د ملي دفاع وزارت د کومانډو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي، په کوټ او ورڅېرمه ولسواليو کې يې عمليات بريالي روان دي او ادامه به ولري.

پرون ځايي چارواکو د داعش د نظامي مرستيال قوماندان سعد اماراتي په ګډون د ١٢٢ داعشيانو د وژلو خبر ورکړى و.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.