ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند مارجه کې اووه طالبان وژل شوي

د هلمند مارجه کې اووه طالبان وژل شوي

author avatar
27 Jul 2016 - 11:41
د هلمند مارجه کې اووه طالبان وژل شوي
author avatar
27 Jul 2016 - 11:41

لښکرګاه (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې اووه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځاځى وايي چې په ټپيانو کې د طالبانو مشهور قوماندان مل نقيب الله هم شامل دى.

هغه دا هم وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله وال طالبان په مارجې ولسوالۍ کې د ماين پر خښوولو بوخت چې خپل ماين پرې چاودېدلى دى.

ده وويل چې په دې چاودنه کې درې طالبان وژل شوي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په مارجې ولسوالۍ کې ١١طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د څلورو مياشتو لپاره کلابنده کړې وه او په لويه لار کې يې ورته ماينونه خښ کړي وو.

خو څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ کلابندي ماته او لويه لاره يې ورته، بيرته د ترافيکو پرمخ پرانستله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.