ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندوز زرګونه کورنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي”

“د کندوز زرګونه کورنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي”

author avatar
27 Jul 2016 - 16:08
“د کندوز زرګونه کورنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي”
author avatar
27 Jul 2016 - 16:08

کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د مشرانو جرګې منشي د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې نږدې پنځه زره کورنۍ چې د وروستيو جګړو له امله له کلا زال او دشت ارچي نه ګاونډيو ولسواليو ته بېځايه شوې، په ناوړه وضعيت کې دي.

د مشرانو جرګې منشي او د کندوز ولايت استازي عبدالله قرلق په نننۍ فوق العاده ناسته کې د کندوز امنيتي وضعيت ته په اشارې سره وويل: ((د کندوز وضعيت يو ځل بيا نازک حالت ته تللى، کلا زال ولسوالۍ د دولت له واکه ووتله خو تر اوسه يې هم د بېرته نيولو لپاره څه اقدام نه دى شوى.))

هغه زياته کړه چې اوسمهال د دشت ارچي ولسوالۍ په شاوخوا کې جګړه روانه ده او په کندوز کې مېشت امنيتي ځواکونه چې د ارچي او قرلق په غونډيو پراته دي، تر اوسه نه دي لاس په کار شوي.

قرلق وويل: ((په دې دوو ولسواليو کې د وروستيو جګړو په سبب شاوخوا پنځۀ زره کورنۍ د کندوز ګاونډو ولسواليو او تخار ته بېځايه شوې او په بد وضعيت کې دي.))

په مشرانو جرګه کې د کندوز دغه استازي زياته کړه چې په وروستيو نښتو کې ٤٥ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي په مرکز کې له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د کلا زال او دشت ارچي ولسوالۍ د سيمو د بېرته نيولو لپاره جدي اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې منشي له ملي سوداګرو هم وغوښتل چې له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د کندوز ځايي چارواکو پژواک ته ويلي وو چې د کندوز په دوو ولسواليو کې جګړه روانه ده او په دې موده کې د زرګونه بې ځايه شوو کورنيو تر څنګ، سلګونه کورونه هم وران شوي او تر اوسه دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

دغه ځايي چارواکو له مرکزي حکومت غوښتي وو چې ډېر ژر دې عمليات ترسره کړي او دوى ته دې زمينه مساعده کړي چې  د دولت وسله وال مخالفين يې له سيمو ووځي او دوى بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته جګړه روان ده چې له امله يې څه باندې درې زره کورنۍ له کلا زوال او زر کورنۍ له دشت ارچي نه ګاونډيو ولسواليو ته بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.