کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٥): د کرنې وزارت وايي چې په کابل او بغلان کې به د راتلونکي کال تر پايه پورې د اوبو لګولو ١٥ کانالونه ورغوي چې د دغو کانالونو په ګټې اخيستو سره به ١٣ زره کورنۍ د هغو له ګټو برخمنې شي.
د دغو کانالونو د بيارغونې قراردادونه نن په کابل کې د کرنې وزير او د څو کورنيو ودانيزو شرکتونو د مسوولانو تر منځ لاسليک شول.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزير اسدالله ضمير وويل، چې د يادو قراردادونو له مخې، لس کانالونه د بغلان ولايت نوي بغلان ولسوالۍ او پلخمري ښار کې او پنځه کانالونه د کابل په بګراميو او چهاراسياب ولسواليو کې رغول کېږي.
هغه وويل چې پر يادو پروژو ٩٨ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د ياد وزارت د پراختيايي بوديجې له لارې ورکول کېږي.
ضمير زياته کړه چې د "پټيو کې د اوبو تنظيم" پروګرام له لارې د دغو پروژو په ګټې اخيستو سره د روان کال تر پايه پورې ٣٦٠٠ جريب کرنيزې ځمکې ته د اوبو زمينه برابره شي او پر دې سربېره به ١٣ زره کورنۍ هم د هغو له ګټو برخمنې شي.
وزير وويل: " په پټيو کې د اوبو تنظيم OFWMP)) د ياد وزارت له مهمو پروژو څخه بلل کېږي، چې په ١٦ ولايتونو کې په عمده توګه د قطره يي اوبو لګولو سيستم رواجول، له اوبو ښه ګټه پورته کول، د کرنيزو محصولاتو د پراختيا لپاره د زمينې برابرول او د هغو له برخو د بزګرانو خبرول د ياد پروګرام له ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي."
د کابل والي چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلود، وويل چې له يو شمېر امنيتي ستونزو سربېره ډېر شمېر پراختيايي پروژې چې له دې ډلې يې د دغو کانالونو د بيارغونې پيل دى؛ يو ښه خبر دى.
هغه زياته کړه: "که څه هم زموږ بزګران سواد نه لري خو بيا هم ځمکې کري او له هغو يو څه ترلاسه کوي، بايد متخصصين زموږ د بزګرانو په غوښتنه پروژې پر مخ يوسي."
د والي په وينا، کابل ولايت له غيرمتوازنې پراختيا رنځيږي او له همدې امله بايد ټولو ولسواليو ته په مساوي توګه پاملرنه وشي.
نوموړي د کرنې له وزيره وغوښتل، څو په دغو پروژو کې ښځو په ځانګړي ډول هغو ته چې د کار کولو وړتيا لري، د کرنيزو پروژو په ترسره کولو کې رول ورکړي، څو له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصادي کچه لوړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن