ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدزيو سراسري شورا خپل نوى مشر وټاکه

د احمدزيو سراسري شورا خپل نوى مشر وټاکه

author avatar
28 Jul 2016 - 20:45
د احمدزيو سراسري شورا خپل نوى مشر وټاکه
author avatar
28 Jul 2016 - 20:45

کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩٥): د احمدزيو سراسري شورا د ټاکنو له لارې شاه جهان احمدزى د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

د دې شورا د مشرتابه پلاوي ټاکنې نن په کابل کې د احمدزيو د قوم د منتخبو استازو ترمنځ ترسره شوې، چې څلورو تنو انجنير محمد افضل احمدزي، حاجي نوروز احمدزي، غلام حيدر خان جبارخېل او شاه جهان احمدزي په کې د دې شورا رياست لپاره ځانونه کانديد کړي و.

د ټاکنو بهير د عدليې وزارت د استازو په حضور کې په شفاف ډول ترسره شو، چې شاه جهان ١١٦ رايې، حاجي نوروز ٩٢ رايې، جبارخېل ٧٥ رايې او محمد افضل ٤٢ رايې په کې ترلاسه کړې، چې په دې سره د اړوند ټاکنيز کميسيون له خوا شاه جهان احمدزى د يوه کال لپاره د احمدزيو د سراسري شورا مشر غوره شو.

شاه جهان احمدزي د خپل ځان لپاره ډاکټر محمد نذير احمدزى او عجب ګل ځنډي خېل د مرستيالانو په توګه ټاکلي وو.

شاه جهان احمدزي دې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، هڅه به وکړي چې د هېواد په کچه د نورو قومونو له شوراګانو سره همغږي او کاري اړيکې رامنځ ته کړي، ترڅو په ګډه د سترو ملي مسايلو، لکه د ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو او همدارنګه د کوچيانو ستونزو ته د حل لاره ومومي.

ده زياته کړه، کوښښ به وکړي چې ځوانانو ته لازم روزنيز پروګرامونه، سالم مصروفيت او داسې پروګرامونه برابر کړي، چې د ټولنې په پرمختګ کې رغنده برخه واخلي.

د هغه په وينا، د دولت په همکارۍ او له ولس سره په مشترکه توګه به د هېواد او د سیمې د پرمختګ د  ښوونې او روزنې د دودولو لپاره په منظم او مکرر ډول کار وکړي.

دى وايي: "موږ باید علم او مدنیت ته مخه کړو، ترڅو خپلو خلکو او راتلونکو نسلونو ته لا ډېر او ښه خدمت وکړو او د دښمن ښکار نه شو."

بايد وويل شي چې تردې وړاندې د دې شورا مشري د ډاکټر قيوم کوچي په غاړه وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.