ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملت بابا د نهم تلين ياد غونډه وشوه

د ملت بابا د نهم تلين ياد غونډه وشوه

author avatar
28 Jul 2016 - 15:01
د ملت بابا د نهم تلين ياد غونډه وشوه
author avatar
28 Jul 2016 - 15:01

کابل (پژواک، ٧ زمری ۹۵): د افغانستان د وروستي پاچا او "د ملت بابا" محمد ظاهر د نهم تلين په مناسبت نن د هغه پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې او د مراسمو ګډونوالو هغه پر هېواد مين شخص وباله.

محمدظاهر شاه ١٩ کلن و چې د خپل پلار محمدنادر تر مړينې وروسته په ١٣١٢ هجري لمريز کال کې د افغانستان پاچا شو او شاوخوا څلوېښت کاله يې پاچاهي وکړه.

هغه په ١٣٥١ زېږديز کال کې د محمد داوود له کودتا بيا د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو له خپلې کورنۍ سره په اېټاليا کې ژوند کاوه او په ١٣٨١ کال کې بېرته هېواد ته راستون شو. ده ته په همدې کال کې بېړنۍ لويې جرګې د "ملت بابا" لقب ورکړ.

د هېواد وروستى پاچا محمدظاهر په ١٣٨٦ کال کې د ٩٢ کلونو په عمر په کابل کې ومړ او د همدې ښار په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

نن د هغه د نهم تلين په مناسبت په نادرخان غونډۍ کې ځانګړي مراسم تر سره شول.

په دې مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې چې په دې مراسمو کې ولوستل شو، راغلي چې محمد‌ظاهر يو خيرغوښتونکى شخص و، د سلطنت دوران يې خلکو ته د سولې او ثبات داعيه وه او د هغه ژوند خلکو ته زغم، اعتدال، نرمي او وطندوستي ور يادوي.

په پيغام کې راغلي چې د محمدظاهر خدمتونه د هېرېدو نه دي

ولسمشر ويلي چې د تاريخ په اوږدو کې به محمدظاهر په څېر کسان ډېر کم وي چې تر څلوېښت کاله سلطنت وروسته بېا هم د خپلو هېوادولو په زړونو کې ځای ولري.

په نننيو مراسمو کې پخواني ولسمشر حامدکرزي، د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د محمدظاهر زوى ميرويس او د هغه لمسي مصطفى ظاهر د افغانستان د وروستي پاچا پر قبر د ګلو ګېدۍ کېښودې.

ډاکټر عبدالله، محمدظاهر مهربانه پاچا وباله او ويې ويل چې د ده د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې پوره امنيت و.

هغه زياته کړه:" محمدظاهر سوله خوښوونکى شخص و او د افغانستان ټولو خلکو ته يې يو شان درناوى درلود، هغه هېواد ته له راتګ وروسته هم له ځان غوښتنو او هغو مسايلو چې سياسي کړۍ په کې ښکېلې دي؛ ځان لرې ساته او تل د خپل هېواد او خلکو د ښېرازۍ په فکر کې و."

د پخواني پاچا لمسي مصطفی ظاهر وويل چې بابا يې په هېواد مين و او د هېواد چارې يې په ډېر تدبير سره پر مخ بېولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.