ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د بهسودو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د بهسودو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
28 Jul 2016 - 14:24
د ننګرهار د بهسودو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
28 Jul 2016 - 14:24

جلال اباد (پژواک، ۷ زمری ۹۵): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کانال هغه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه جريبه د سېلابونو  له ګواښه ساتي.

ياده پروژه د کليو او پراختيا وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې او نن (د زمري ۷مه) د کليو پراختيا وزير او د ننګرهار د والي له لوري پرانيستل شوه.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي  د دې پروژې له پرانيستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد کانال د بهسودو په عبدالخېلو ولسوالۍ کې د کونړ له سيند څخه سرچينه اخلي او ۱۵ کليومتره اوږودوالى  لري.

هغه زياته کړه: ((دا کانال چې اته نور فرعي کانالونه هم لري د کونړ پر سيند جوړ شوی، ۵۱۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي، ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړبوي.))

د ننګرهار والي يادونه وکړه، د دغه کانال په پرانيستلو به د بهسودو ولسوالۍ ډېرې ځمکې د سېلاب له خطره خوندي شي او په حاصلاتو کې به يې ډېروالی راشي.

بلخوا د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دُراني  وويل چې دغه کانال د ياد وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې جوړ شوی دی.

دراني زياته کړه: ((د ننګرهار ځمکې د کرنې لپاره ډېرې مناسبې دي، سکټوري وزارت بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي. زه ژمن يم چې ورته پروژو ته لومړيتوب ورکوم.))

د وزير په وينا، د کليو پراختيا وزارت په ننګرهار ولايت کې سلګونه  ټولګټو پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې او ورته نورې به هم پلط کړي.

هغه وايي: ((د بهسودو له کانال مخکې به دغلته  په زرګونه جريبه ځمکه هر کال د سېلابونو اوبو لاندې کوله، اوس به دا کانال نه يوازې ځمکې ښې خړوبې کړي، بلکې د سېلاب له خطره به يې هم وساتي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.