جلال اباد (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د داعش اته وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو تېره شپه پر اچين او نازيانو ولسواليو هوايي بريدونه کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د داعش اته وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خوږياڼي وويل چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن