کابل(پژواک، ۸ زمرى ۹۵) : د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۶ داعش وسله والو او يو طالب قوماندان په ګډون ۵۷ وسله وال مخالفين وژلي، ۱۴ ټپيان او شپږ نور يې ژوندي نيولي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په وژل شويو کسانو کې د شفيع الله په نوم يو طالب قوماندان چې په فهيم اغا مشهور و، هم شامل دی.
سرچينه زياتوي، له ياد کسانو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه، ټې ټې تومانچې او شمېر پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي .
سرچينه ليکي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونه کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن