ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې پر هالنډ مخکې دى

افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې پر هالنډ مخکې دى

author avatar
30 Jul 2016 - 09:27
افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې پر هالنډ مخکې دى
author avatar
30 Jul 2016 - 09:27

کابل (پژواک، ٩  زمرى ٩٥): د افغانستان او هالنډ تر منځ د انټرکانټنينټال کپ سياليو څلور ورځنۍ لوبه پيل شوې او ملي لوبـډله پر هالنډۍ لوبډلې مخکې شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه پرون له غرمې وروسته د هالنډ په وربورګ ښار کې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړې کړې وه.

د هوتک په وينا، د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هالند لوبډله په لومړي اننګز کې په ١١٧ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري يمين احمدزي او دولت ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه، احمدزي پنځه او دولت څلور لوبغاړي وسوځول، يو لوبغاړى ميرويس اشرف وسوځاوو.

د هالنډ د لومړي اننګز په ځواب کې افغانستان تېره شپه د لومړۍ ورځې تر پايه پورې په ٤٨ اورونو کې ١٤٥ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

رحمت شاه ٥١، ناصر جمال ٤٣، شهزاد محمدي ١٧ او احسان ١٥ مندې جوړې کړې او سوځيدلي دي. لوبډل مشر اصغر ستانکزى په ٦ او حشمت الله شهيدي په ٩ منډو ولاړ دي.

ملي لوبډله به نن په دويمه ورځ خپله توپوهنه له سره پيلوي او هڅه به کوي چې پر هالنډ خپلې منډې زياتې کړې.

د انټرکانټنينټال کپ سيالۍ کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخيستې چې په کې افغانستان، ايرلينډ، هالنډ، سکاټلينډ ، هانګ کانګ، پي اين جي، نميبيا او متحده عربي امارات شامل دي.

تر اوسه ټولو لوبډلې درې درې لوبې کړې دي، ايرلينډ ٦٠ نومرو سره لومړى مقام، هالنډ ٤٦ نومرو سره دويم او افغانستان ٤١ نومرو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.

که چېرې افغانستان له هالنډ  څخه دالوبه وګټي، نو ٢١ نومرو ترلاسه کولو سره يې ټولې نومرې ٦١ کېږي او د نومرو په جدول کې لومړى مقام نيسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.