ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو پلاوي چين ته سفر کړى

د طالبانو پلاوي چين ته سفر کړى

author avatar
30 Jul 2016 - 18:31
د طالبانو پلاوي چين ته سفر کړى
author avatar
30 Jul 2016 - 18:31

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): راپورونه وايي چې د طالبانو د قطر دفتر يوه پلاوي د خبرو اترو لپاره چين ته سفر کړى دى.

د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ٩مه پاکستانۍ ورځپاڼې (اېکسپرېس ټريبيون) ته ويلي  چې د طالبانو د قطر ددفتر يوه پلاوي د عباس ستانکزي په مشرۍ دوه اوونۍ مخکې چين ته سفر کړى و.

سرچينې زياته کړې چې دغه سفر د چنګاښ د مياشتې له ٢٨مې څخه تر ٣١مې پورې  تر سره شوى  او د چين له بېلا بېلو چارواکو سره يې خبرې کړې دي.

د طالبانو دغه چارواکي ويلي : (( موږ د چين په ګډون له يو شمېر هېوادونو سره ډېرې ښې اړيکې لرو او بيجنګ ته د سفر پر مهال مو ددغه هېواد چارواکو ته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د يرغل او پر افغانانو د دوى د ظلمونو په اړه خبرې کړې دي.))

د سرچينې په وينا، د طالبانو پلاوي له چينايي چارواکو غوښتي  چې  د بهرنيانو ددغو کړنو په اړه له نړيوالې ټولنې سره خبرې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت او د طالبانو رسمي وياندويانو تراوسه په دې اړه څنه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم طالب پلاوو چين ته سفرونه کړي وو او تېر کال د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د چين په ارومچي ښار کې د سولې خبرې هم شوې وې.

بلخوا د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي، چې په دې وروستيو کې پر پاکستان د نړيوالې ټولنې فشارونه زيات شوي او طالبان هم په بېلا بېلو ډلو وېشل شوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل  چې په همدې موخه طالبانو له پاکستان سره په تفاهم چين سره اړيکې نيولې، څو ددې فشارونو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند چې پخوا يې له  طالبانو سره د پګواش موسسې په غونډو کې ګډون کړى، هم په دې وروستيو کې چين ته سفر کړى دى.

هغه نن په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي ، چين غواړي په افغان سوله کې بيخي فعال کردار ولوبوي، په دې اړه يې له چينايي چارواکو سره بحثونه کړي دي.

هغه زياته کړې، د چين حکومت تابيا نيولې چې د افغانانو ترمنځ د سولې د راتلونکو ناستو کوربتوب وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.