ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ملي امنيت يو مدير ووژل شو

د لوګر د ملي امنيت يو مدير ووژل شو

author avatar
30 Jul 2016 - 17:17
د لوګر د ملي امنيت يو مدير ووژل شو
author avatar
30 Jul 2016 - 17:17

پل علم- ترينکوټ (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): په لوګر ولايت کې د ملي امنيت يو مدير وژل شوى، بلخوا په اروزګان ولايت کې دوه کسان د ترهګريزو بريدونو په تور نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د ولايت د مرکز پل علم  اړونده د ورزشي لوبغالي ترڅنګ دوو تنو وسله والو د ملي امنيت پر يو افسر ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

هغه زياته کړه چې وژل شوى افسر د ملي امنيت رياست د کنټرول د مدير په توګه دنده ترسره کوله او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د زاهد په نوم د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته وويل چې دوى پر کرکټ لوبې بوخت وو ، چې ناڅاپه دوو موټرسايکل سپرو ډزې وکړې او پخپله وتښتېدل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د اروزګان امنيه قومانداني وايي، چې ديوه پاکستاني په ګډون يې دوه کسان د ترهګريزو بريدونو په تور نيولي دي.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ياد بريدګر له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګريزو بريدونو ترسره کولو په موخه د قوماندان ملا مصطفى په لارښوونه ليږل شوي وو.

هغه زياته کړه چې دوى غوښتل د پوليسو په ليکو کې ځاى پر ځاى شي او بيا خپلو موخو ته ورسېږي.

صميمي وايي، دوی د دغو کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړي و او تېره ورځ پوليسو د پلټنو پر مهال د ترينکوټ کندهار د لارې په اوږدو کې ونيول.

د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دوسيې به يې عدلي او قضايي ارګانونو وسپارل شي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې په دهراوود ولسوالۍ کې له تېرې اونۍ راهيسې پيل شويو عملياتو کې ٢٧ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ژوبل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.