کندهار (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): د کندهار والي وايي، د دغه ولايت په دريو ولسواليو ژېړۍ، ميوند او خاکرېز کې د ملي پيوستون په پروژو کې د شوي اختلاس د څېړنې په موخه يو پلاوى ټاکي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، والي ډاکټر همايون عزيزي دغه څرګندونې د يادو ولسواليو له ولسوالانو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا له غړو سره په يوه غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د ژېړۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمد داوود وويل، په ولسوالۍ کې يې د ملي پيوستون په پروژو کې په پراخه کچه فساد شوى دى.
هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ په ډېرو ساحو کې د ملي پيوستون پروژې نه دي پلي شوې او پيسې يې د شوراګانو د غړو تر منځ وېشل شوي دي.
والي د کندهار له والي وغوښتل چې په دې برخه کې شته فساد دې وڅېړي او اجازه ور نه کړي چې د خلکو د هوساينې لپاره ځانګړې شوې پيسې د څو کسانو جېبونو ته لاړې شي.
په ورته توګه د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو او په خپله ولسوال هم شکايت وکړ چې دغلته د ملي پيوستون پروژې نه دي پلي شوي.
د خاکرېز ولسوال مير حمزه د خلکو په استازيتوب وويل، د ملي پيوستون د پرمختيايي پروژو پيسې له بانک څخه ايستل شوي، خو مصرف شوي نه دي.
هغه زياته کړه، د اصولو له مخې په دې ولسوالۍ کې چې هره پرمختيايي پروژه پلې کېږي نو بايد ولسوال او د پرمختيايي شورا رييس خبر کړاى شي، خو دا کار نه دى شوى.
دغه راز د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکو هم ورته شکايتونه لرل او له والي څخه يې د ملي پيوستون په پروګرام کې د فساد د پېښو د څېړلو غوښتنه وکړه.
د ژېړۍ ولسوال جمال اغا او د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله رد کړه چې ګواکې دغلته دې د ملي پيوستون په پروژو کې فساد شوى وي، خو د خاکرېز ولسوال مير حمزه ومنله چې په ولسوالۍ کې يې د ملي پيوستون پروژې د پلي کېدو پر مهال د فساد ښکار دي.
د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل، نه يوازې د کندهار ولايتي ادارې، بلکې ولايتي شورا ته هم په ژيړۍ، ميوند او خاکرېزو ولسواليو کې د ملي پيوستون په پروژو کې د فساد خبرونه رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، يو پلاوى ټاکي څو په دغو ولسواليو کې د اختلاس او فساد موارد وڅېړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن