ايبک (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): سمنګان ولایت کې د ٣٨،٢ کيلومتره سړک رغولو او پرې د کرېړ اچولو کار بشپړېدو سره، د دغه ولايت د دوو ولسواليو زرګونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتيا رامنځته شوه.
د سمنګانو د فواید عامې رييس انجينر ضيا همايون پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه د ولايت له مرکز ايبک ښاره پيل او د خرم سارباغ ولسوالۍ مرکزي سيمه کې پاى ته رسېدلې ده.
د هغه په وينا، د دې پروژې بوديجه ٤٩٧ زره امريکايي ډالره ده چې د سويډن هېواد له لوري ورکول کېږي او دا پيسې د ټولګټو وزارت پراختيايي بوديجې له لارې لګول شوې دي.
د فواید عامې رییس وويل چې په لومړي پړاو کې دا سړک په بنسټيز ډول د درنو وسايطو پر مټ ترميم او ورغول شو بيا پرې ١٥سانتي متره کرېړ اچول شوى دى.
همايون وويل چې د دغه سړک اوږدوالى ٣٨،٢ کيلومتره او سور يې ٦ متره دى، په اوږدو کې يې اته پولګوټي او له ډبرو څخه جوړ ٣٢٠٠ متره مکعبه استنادي دېوال د سړک ساتنې او د سېلابونو له ويجاړۍ نه د مخنيوي لپاره په بسنټيز او اساسي ډول جوړ شوي دي.
د خرم سارباغ ولسوال قاري عبادالله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه سړک د سمنګان دوه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، د دې ولسواليو سيمه ييز چارواکي د ياد سړک له بيارغونې او ترميم څخه خوښ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د حضرت سلطان ولسوالۍ دولت اباد کلي او د دې ولسوالۍ د غزني ګک کلي تر منځ سړک چې درې کيلومتره اوږد او ٥ متره سور لري په اساسي ډول تر رغولو وروسته کريړ پرې اچول شوى دى.
سيمه ييز چارواکي وايي چې پر دې سړکونو ٤٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلي چې د يوې خيريه بنسټ له لوري ورکول شوي دي او په جوړېدو يې د تګ راتګ پرمهال ،د څه باندې ٥٠٠ کورنيو ستونزې هوارې شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن