ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان او پکتيکا کې د ځینو پروژو چارې پيل شوې

په اروزګان او پکتيکا کې د ځینو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
30 Jul 2016 - 16:02
په اروزګان او پکتيکا کې د ځینو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
30 Jul 2016 - 16:02

ښرنه- ترينکوټ (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): په پکتيکا او اروزګان ولايتونو کې د بيارغونې د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې دي.

د پکتيکا والي الياس وحدت د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې نن د اوبو د دريو ذخيرو، ، ۱۵ څاګانو، فرعي سړکونه او پلچکونه پروژې د جوړولو چارې پيل شوې.

هغه زياته کړه چې پر دې پروژو د يونيسف او ماليې وزارت شاوخوا شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

وحدت وايي چې له دې پروژې سره به د خلکو يو شمېر ستونزې هوارې او د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه به برخمن شي.

د دغه ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د سېګانې کلي اوسېدونکي او قومي مشر نظرګل پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کليو پراختيا د رياست له لوري په دې ولسوالۍ کې بېلابېل د بيارغوني کارونه پيل شوي دي.

هغه زياتوي، د دې سيمې اوسېدونکو پخوا پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او د کارېز له چټلو اوبو يې د څښاک لپاره ګټه پورته کوله، خو اوس به د څاه ګانو په کيندلو سره دا ستونزه هواره شي.

د يو بل خبر له مخې نن د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند سيمه کې د يوه لس بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل پژواک ته وويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د مهراباد او شاوخوا سيمو د اوسېدونکو روغتيايي ستونزې هوارې شي.

هغه زياته کړه چې پر دغه لس بستريز روغتون چې ټولې روغتيايي اسانتياوې به ولري، ١٣ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

ده وويل چې دغه لګښت د هندوستان هېواد له خوا ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.