کندهار ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د يادې لويې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ د اخوند صېب په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ميرويس نيکه شرکت يو ٣٠٣ موټر له مخامخ روان ټونس موټر سره ټکر کړى چې له امله يې په دواړو موټرو کې اته تنه ټپيان شوي دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندهار ښار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته اته ټپيان ور وړل شوي چې يوه په کې ښځه ده.
سرچينې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.
د يادونې ده، هر کال د کابل– کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښو له امله زرګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
ځايي چارواکي د دې پېښو له امله د موټر چلوونکو له خوا ګړندی تګ او بې احتياطي بولي، خو سپرلي يې د دې تر څنګ د سړک خرابوالى هم لامل بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن