ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرمسېر ولسوالۍ کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګرمسېر ولسوالۍ کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Jul 2016 - 11:53
ګرمسېر ولسوالۍ کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Jul 2016 - 11:53

لښکرګاه (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې د دولت ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند عمر خواک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره ورځ د بنادر په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې په لومړي سر کې پوليسو شاتګ کړى و، خو وروسته يې د وسله والو پر ضد ځوابي عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې ١٥ وسله وال ووژل شول او ٨ نور ټپیان شول.

د ځواک په وينا، د يو شمېر وژل شوو وسله والو مخالفينو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

ځواک وايي چې په دې نښتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوس په سيمه کې حالات نورمال دي.

خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د ګرمسېر ډېرې برخې يې نيولې، د يو شمېر قوماندانانو په ګډون  ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ګرمسېر د هلمند په سوېل کې يواځېنۍ امن لرونکې ولسوالۍ وه چې له يوې اوونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا په کې  بريدونه پيل شوي.

د يادې ولسوالۍ د پوليسو د يوې پوستې قوماندان د نوم نه  اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تېره  شپه لسګونه وسله والو له خانشين ولسوالۍ څخه د ګرمسېر په بې نادر سيمو بريدونه  پيل کړي او د سيمه ييزو پوليسو يوه  لويه پوسته يې نيولې ده.

سرچينه زياتوي، اوس هم  په سيمه کې ډزې روانې دي، وسله وال  غواړي نور پر مختګ هم کړي او د سيمه  ييزو پوليسو د قوماندان عبدالله خان  امنيتي پوسته، کور او دوه پولونه يې  پر بمونو الوځولي او د ولسوالۍ خوا ته تللې لارې يې تړلې دي.

دوه ورځې وړاندې د ګرمسېر د ټولنیزې شورا مشر محبوب خان خبريالانو ته وويل چې وسله وال طالبان د خپل پلان له مخې غواړي يوه يوه  پوسته  ونيسي او ځانونه له دښتو څخه شنو سيمو او کليو ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.