ترينکوټ (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): په اروزګان ولايت کې د يوه ښځينه پارک د جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي د زمري په ١٠مه د دغه پارک د کار د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه پارک مرکز ترینکوټ ښار د هوايي ډګر ته څېرمه جوړېږي.
هغه زياته کړه چې پر دغه پارک لس ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په دريو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
والي وايي چې د دغه پارک په جوړېدو سره به د دغه ولايت مېرمنو لپاره د تفريح مناسب ځاى پيدا شي او له خپلو کورنيو سره به په ګډه له دغه پارک څخه ليدنه کوي.
د خروټي په وينا، د دغه پارک د جوړولو لګښت د شهر په نوم يوې موسسې له خوا ورکول کېږي، خو ٢٥ سلنه يې د ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.
ده زياته کړه چې د پارک ځمکه د پخواني امنيه قوماندان جنرال مطيع الله خان د کورنۍ له خوا ښاروالۍ ته په واک کې ورکړل شوې ده.
د اروزګان د ښځو چارو رييسه رڼا سميع وفا پژواک ته وويل چې د دغه پارک په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې د ښځو د تفريح لپاره مناسب ځاى پيدا شي.
د هغې په وينا، ښځې به وکولى شي چې د رخصتيو په ورځو کې له خپلو کورنيو سره يو ځاى دغه سيمې ته راشي او خپل وخت تېر کړي.
رڼا وويل چې دغه پارک به د څو مياشتو په موده په معياري ډول ورغول شي، د لوبو ميدانونه او د ناستې لپاره به مناسب ځايونه او د ميله والو لپاره نور اړين ځایونه په پام کې نيول شوي دي.
د شفيقې په نوم يوه مېرمنه وايي چې اوس په ترينکوټ ښار کې د تفريح لپاره هېڅ ځاى نشته او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.
د اروزګان د پخواني امنيه قوماندان ورور رحيم الله خان وايي چې د پنځوس جريبو څخه ډېره ځمکه يې ښاروالۍ ته ورکړې، تر څو د ښځو لپار پارک جوړ کړي.
هغه زياته کړه، دوى چمتو دي چې دې ته ورته نورو بنسټيزو پروژو ته هم خپلې شخصي ځمکې د دولت په واک کې ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن