ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان زرګونه کورنۍ د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي

د سمنګان زرګونه کورنۍ د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي

author avatar
31 Jul 2016 - 11:33
د سمنګان زرګونه کورنۍ د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي
author avatar
31 Jul 2016 - 11:33

ايبک (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د سمنګان ولايت د کوز دره صوف ولسوالۍ د شاوخوا سلو کليو زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو او روغتيايي مرکزونو له جدي کمښت او د اړينو ترانسپورتي امکاناتو له نشتوالي شکايت وي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې کلي د دې ولسوالۍ په مقصود، زيرکي، بيابان، لبابي او دايکنډي غرنيو سيمو کې موقعيت لري او شاوخوا ٢٠ کورنۍ په کې ژوند کوي.

د مقصود سيمې د کته قاق کلي اوسېدونکى ٤٤ کلن نورالله وايي چې د دې کليو اوسېدونکي د اوبو او واورې اوبه به کندو کې زېرمه کوي او بيا يې د څښاک لپاره کاروي؛ ځکه چې په دغو کلو کې چينې او رودونه نشته او د ساده څاګانو کيندل مثبته پايله نه لري.

کنده؛ هغه زېرمې ته وايي چې د لويو ډبرو منځ کې جوړېږي.

نورالله وويل چې سږ کال د ورښتونو د کمښت له امله په کنده کې کمې اوبه راټولې شوې او ځايي خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه وويل چې د اوبو د کمښت له امله يو شمېر کورنۍ له دې کليو نورو سيمو ته کوچېدلې دي.

ځايي خلک وايي چې په دې سيمو کې د اوبو د کمښت له امله يواځې للمي غنم کري.

نورالله د سمنګانو ولايت له چارواکو وغوښتل چې د دغو کليو د څښاک اوبو کمښت د ستونزو د حل لپاره بايد اقدام وکړي.

هغه وويل، ښايي په دې سيمو کې ژورې څاګانې مثبته پايله ورکړي، بيا دولت کولى شي چې د دې ډول څاګانو کيندلو ته اقدام وکړي.

د دره صوف پايين ولسوالۍ ٤٧ کلن اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ذيدوري، لبابي، سرخه يى او دمکي کلي اوسېدونکي حتى د اوبو د کمښت له امله له سهاره خپل لاس او مخ هم نه وينځي.))

د لبابي اوسېدونکي ٣٣ کلن شاه جاه وويل هغه سړک چې دغه ولسوالي له حضرت سلطان ولسوالۍ سه نښلوي، خام دى او سخت دى.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ياد سړک بايد جوړ شي؛ ځکه چې د دې سيمو خلک د حضرت ولسوالۍ له لارې د ولايت مرکز ته د تګ پر مهال د اړينو ترانسپورتي امکاناتو د نشتوالي په سبب له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.