ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: تور زېړى خطرناکه او وژونکې ناروغي ده

د عامې روغتيا وزارت: تور زېړى خطرناکه او وژونکې ناروغي ده

author avatar
31 Jul 2016 - 19:28
د عامې روغتيا وزارت: تور زېړى خطرناکه او وژونکې ناروغي ده
author avatar
31 Jul 2016 - 19:28

کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٥): نن په کابل کې له زېړي (هيپاټايټ) سره د مبارزې په موخه د دې ناروغۍ د نښو، عواملو، ويروسونو شديدوالي د څرنګوالي او عامه پوهاوي په اړه له يادې ورځې نمانځنه وشوه.

زېړى يوه انتاني ناروغي ده، چې په A، B، C، D، او E –ډولونو باندې وېشل شوې چې د ينې د دوامداره او سختې ناروغۍ لامل کېږي.

دغه وژونکې ناروغي هر کال د نړۍ په کچه ١،٤ ميليون کسان وژني، چې دغه شمېرې د توبرکلوز او ملاريا له پېښو هم زياتې دي.

د هېواد د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان وايي، له دغې ناروغۍ څخه د ٢٠ کسانو له ډلې يې يواځې يو کس خبر وي، چې په يادې ناروغۍ اخته دى او زېړى يو خطرناک او غلى قاتل دى.

له عامې روغتيا وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو وړاندې شوو شمېرو پر بنسټ، ياده ناروغي ډېره درنه ده.

سرچينې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيالې ډاکټر ناجيې طارق له قوله ويلي: "موږ بايد خپلې هڅې ګړندۍ کړو، څو په دې ډاډمن شو چې هېڅ افغان د زېړي ناروغۍ له امله چې د درملنې وړ ناروغي ده، نه مړ کېږي."

هغې زياته کړه، په افغانستان کې د يادې ناروغۍ د لوړې کچې په شتون سره ځان ژمن بولي، چې په ملي کچه او په هېواد کې د زېړې ناروغۍ څخه د مخنيوي لپاره جدي ګامونه په پام کې ونيسي.

ورته مهال د نړۍ روغتيايي سازمان استازي ډاکټر ريچارډ پيپر په پيغام کې له تور زېړي سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت، د تور زېړي د درملنې او له يادې ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له پروګرامونو د ملاتړ يادونه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.