کابل- پل علم (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): په ولسي جرګه کې د لوګر پخوانى وکيل ډاکټر اسدالله همتيار په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد په دې اړه ناخبري څرګنده کړه، خو د دې ادارې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د اتمې حوزې په مربوطاتو کې تېره شپه د لوګر پخوانى وکيل وژل شوى دی.
خو يادې سرچينې هم په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د لوګر د ولايتي شورا وکيل حاجي حبيب الله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر همتيار تېره شپه په شاوخوا نهو بجو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په ستانکزي ښارګوټي کې په خپل کلينيک کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې نامعلومو وسله والو په خپل کلنينک پر هغه ډزې کړې او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر يادې پېښې وروسته د څېړنو لپاره امنيتي پلاوى سيمې ته ورغلى، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د يادې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې د همتيار جنازه نن په کابل کې ادا او بيا د ملي شورا د وکيلانو په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کابل په اتمه حوزه کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
څو ورځې مخکې يو ځوان په چړو وژل شوى و، دغه راز درې مياشتې مخکې يو پخوانى قاضي هم په دې حوزه کې ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن