پل علم (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د دې ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه عام وګړي وژل شوي دي.
د ازرې ولسوال حميدالله حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د ولسوالۍ په کږې وږې سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې يو ډاډسن موټر د سړک غاړې په خښ شوي ماين ور برابر شو.
ده زياته کړه، ياد شوى موټر له کابل څخه د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ازرې ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او په پايله کې يې د ازرې پنځه ملکي وګړي ووژل شول.
د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې دغه پېښه په لاره کې د پرتو امنيتي ځواکونو د بې کفايتۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن شامله ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و.
خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ازره د لوګر ختيځ لور ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لاره د لوګر له مرکز سره تړلې ده، چې له امله يې خلک د کابل د خاکجبار او يا هم د ننګرهار د حصارک له لارې ازرې ته تګ راتګ کوي.
دوه مياشتې وړاندې هم په دې لاره کې د ورته پېښې له امله شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن