ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات ښاروال: ولايتي شورا د ٥٠ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې

هرات ښاروال: ولايتي شورا د ٥٠ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې

author avatar
31 Jul 2016 - 19:03
هرات ښاروال: ولايتي شورا د ٥٠ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې
author avatar
31 Jul 2016 - 19:03

 هرات ښار(پژواک،١٠ زمرى ٩٥): هرات ښاروال ادعا کوي چې ددې ولايت ولايتي شورا د هرات مرکزي سړک پروژې د عملي کېدو له امله د ٥٠ زره ډالره رشوت غوښتنه کړې ده.

هرات ښاروال فرهاد نيايش، نن خبري ناسته کې وويل چې د ولايتي شورا له لوري د بډو اخيستل په يو دود بدل شوي او له کلونو راهيسې هره پروژه چې د هرات ښاروالۍ له لوري ترسره شوې ده، ډېرې بډې يې ترې اخيستې دي.

 نوموړي زياته کړه چې ولايتي شورا په دې وروستيو کې له ښاروالۍ او د هرات ښار مرکزي سړک د قيرکولو اړوند شرکت څخه د ٥٠ زره امريکايي ډالرو بډو اخيستو غوښتنه کړې ده.

هرات ښاروال زياته کړه چې د هرات ښار مرکزي سړک د پخولو پروژه د سينما له چوک څخه تر پخوانۍ فرقې پورې ١٠ کيلومتره اوږدوالى لري چې ٣ کيلومتره يې څو مياشتې وړاندې د ٢٧٠ زرو ډالرو په لګښت پوخ شو او ټاکل شوې چې دويمه برخه يې چې ٧ کيلومتره ده،څو راتلونکو اونيو کې پيل شي.

هرات ښاروال وويل چې ولايتي شورا ددې پروژې ترسره کوونکي شرکت ته هم ګواښ کړى که ٥٠ زره ډالره هغوى ته ورنه کړل شي، ولايتي شورا به د رسنيو له لارې اعلان وکړي چې د سينما له چوک څخه د مستوفيت تر څلورلارې پورې د هرات ښار مرکزي سړک بې کيفيته پوخ شوى دى.

خو هرات ښاروال وويل :" د هرات ښار مرکزي سړک په ټاکل شوي ستنډرډ او کيفيت جوړ شوى او د جوړولو ټولې چارې يې د ښاروالۍ انجينرانو له لوري څارل شوې دي، که څوک ادعا کوي چې دا سړک بې کيفيته جوړ شوى، هرات ښاروالۍ ځواب ويلو ته چمتو ده."

د هرات ولايت ياد لوړپوړي چارواکي زياته کړه چې د هرات مرکزي سړک پخولو له پيل څخه  حکومت کې ځينو فاسدو کسانو هڅه وکړه چې د سړک جوړولو چارې په ټپه ودروي؛ خو و نه توانېدل.

 هغه زياته کړه چې مخکې کلونه د ښار سړک قيرکولو پروژو ترسره کېدو لپاره ښاروالۍ او جوړونکي شرکت؛ دولتي بنسټونو په ځانګړې توګه ولايتي شورا ته رشوت ورکاوه او ګټوونکو شرکتونو به هم يادو دولتي ادارو ته د رشوت ورکولو لپاره هرات کې د يو کيلومتر سړک د قيرکولو تړون په ٣٥٠ زره ډالرو ترلاسه کاوه.

د نيايش په وينا؛ خو حکومت يادو بنسټونو ته د بډو ورکولو له مخنيوي څخه وروسته، سږکال هرات ښاروالۍ  د ٣ کيلومتره سړک قيرکول د ٢٧٠ زرو ډالرو په لګښت تړون لاسليک کړى دى.

 خو د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزي، د ښاروال ادعا رد او بې بنسټه وبلله او ويې ويل که ښاروال د خپلې ادعا ثبوت په اړه اسناد وړاندې کړي، ولايتي شورا چمتو ده چې خلکو او حکومت ته ځواب ووايي.

هغه زياته کړه :" موږ او د ولايتي شورا غړو که له ښاروالۍ پيسې غوښتې وي او ښاروال اسناد وړاندې کړي، موږ خلکو او څارنوالۍ ته ځواب ويونکي يوو بايد محاکمه شوو؛ که اسناد يې وړاندې نه شواى کړاى، بايد هغه د څارنوالۍ له لوري محاکمه شي، له اسنادو پرته څوک د خلکو په پت د تور لګولو حق نه لري."

د ولايتي شورا مشر وويل چې هېڅ کله هرات کې د ښاروالۍ پروژو پر وړاندې نه دي خنډ شوي او ولايتي شورا له پروژو څخه يواځې څارنه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.