شبرغان (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د جوزجان په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې يوه ٦٥ کلن سړي د ډېرې غريبۍ له امله ځان زندۍ کړى دى.
د جوزجان د والي وياند محمد رضاغفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځان وژنه تېره شپه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((دغه کس طلا باى نومېږي او د جوزجان ولايت د خواجه دو کوه ولسوالۍ د فقير اباد کلي اصلي اوسېدونکى دى.))
سرچينې زياته کړه چې طلا باى به هره ورځ د کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره مزدوري کوله، خو کله چې خپلې کورنۍ ته د خوراکي توکو په پيدا کولو کې پاتې راغلى، نو ځان وژنه يې کړې ده.
غفوري زياته کړه چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د فقير اباد اوسېدونکي غياث الدين، پژواک وته وويل: ((طلا باى ارام کس و، ډېر لږ به يې د خلکول ه ښو او بدو سره کار درلود.))
هغه زياته کړه چې دغه کس زوى نه درلود چې په ستونزو کې ورسره ملتيا وکړي.
غياث الدين زياته کړه: ((طلا باى خپل کورنۍ ته د خوراکي توکو د نشتوالي له امله ځان وژنه کړې ده.))
دغه اوسېدونکي ونه ويل چې له طلا باى نه د کورنۍ څو غړي پاتې دي، خو يادونه يې وکړه چې ځايي خلکو د طلا باى له کورنۍ سره پر نغدي مرسته سربېره د خوارکي توکو مرسته هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم يوه عمر خوړلي په روژې مبارکه مياشت کې د بېوزلۍ په سبب ځان وژنه کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن