کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د کابل ښاروالۍ له يوه عربي خصوصي شرکت سره د ګړندي ترانسپورټ سيستم رامنځته کولو، د کابل ښار د سطحي اوبو د مديريت او زرغونتيا، د لوړو ودانيو د ډيزاين بياکتنې او له پروژو څخه د څارنې په برخو کې څلور قراردادونه لاسليک کړل.
د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنيار عبدالله حبيب زي دغه قراردادونه نن سهار د "خطيب و علمي" په نوم شرکت مرستيال ډاکټر رمضان حرب سره د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې په کابل کې لاسليک کړل.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر ارزو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قراردادونه د ګړندي او چټک ترانسپورټ سيستم د رامنځته کولو، ودانيزو چارو، د کارکوونکو د وړتيا لوړولو او له پروژو څخه د څارنې په برخو کې لاسليک شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يادو پروژو لګښتونه معلوم نه دي او هره يوه به يې له دوو کلونو تر ٥ کلونو پورې بشپړه شي.
د هغه په وينا، د خطيب و علمي عربي شرکت به په کابل ښار کې د ګړندي ترانسپورټ سيستم د رامنځته کولو لپاره د سړکونو جوړولو سربېره د ښاري بسونو په اخيستلو کې هم ونډه لري.
حبيب زي د يادو قراردادونو د لاسليک په مراسمو کې وويل چې د يادو قراردادونو پر بنسټ، په کابل ښار کې له ګڼه ګوڼې ډکو سيمو کې د چټک او ګړنديو بسونو سيستم د رامنځته کولو لپاره ١١١ کيلومتره سړک جوړيږي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه چې د يادو قراردادونو پر بنسټ به ياد شرکت په کابل ښار کې د لوړ پوړو ودانيو د جوړېدو قراردادونو او ودانيزو پروژو د څار په برخه کې هم څارنه پر غاړه ولري.
د کابل ښاروالۍ سرپرست وويل، چې د يادو پروژو په عملي کولو سره به په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي، خلک به د ښاري ترانسپورټ بېلابېلو ډولو ته لاره پيدا کړي، د هوا له ککړتيا چې د ښار له نامنظم ترانسپورټ رامنځته شوې، مخنيوى کېږي او د يوه سيستم په رامنځته کولو سره به د باران له اوبو د شنو سيمو او پارکونو د خړوب په برخه کې ګټه اخيستل کېږي.
دغه راز نوموړي وويل چې د يادو پروژو د عملي کولو په ترڅ کې سل زره کسانو ته کاري زمينه هم برابريږي .
نوموړي د يادو پروژو د لګښتونو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې پر هر کيلومټر سړک دوه ميليون امريکايي ډالره لګښت راځي چې د نړيوال بانک په مرسته جوړيږي.
د خطيب علمي شرکت مرستيال ډاکټر رمضان حرب نن په ياده ناسته کې وويل، خوښ دى چې داسې قراردادونه يې ترلاسه کړي او د کابل ښار په بيارغونه کې ونډه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن