سرپل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د سرپل ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې يوه ١٩کلنه ښځه له کور څخه د تېښتې په تور پر ډزو سره وژل شوې ده خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د کوهستاناتو ولسوالۍ په بيد دستان سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: "ازاده چې مېړه يې دوه کاله وړاندې ايران ته تللى، شپږ مياشتې وړاندې د خپلې خسرګنۍ له لوري د تاوتريخوالي له امله له کوره وتښتېده او ځان يې د صياد ولسوالۍ پوليسو ته تسليم کړ."
سرچينې وويل، د صياد پوليسو بيا ياده مېرمن چې د کوهستاناتو له ولسوالۍ راغلې وه، د امن کور ته لېږدولې وه.
د سرپل د والي وياند وويل چې يادې مېرمنې د دغه ولايت په امن کور کې د شپږو مياشتو له تېرولو وروسته د خپل ورور په ضمانت خوشې کړاى شوه.
خو د سرپل د ښځو چارو مشرې نسيمې ارزو د يادې پېښې د منلو ترڅنګ وويل، چې دغه مېرمن د ښځو چارو له رياست سره له همغږۍ پرته د امن له کور ازاده شوې ده.
نوموړې څرګنده کړه، ازاده له هغه وروسته چې کله خپل ورور ته وسپارل شوه نو د کوهستاناتو ولسوالۍ ته ولېږدول شوه او له هغه وروسته بيا د خپل ورور او وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې ده.
دې ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې پېښه کې د خپلو کسانو ښکېلېدل په بشپړه توګه رد کړي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، دا پېښه يوه کورنۍ او شخصي موضوع ده، د دوى کسان په دې پېښه کې لاس نه لري.
.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د سرپل په صياد او کوهستاناتو ولسواليو کې دوه مېرمنې د زنا په تور د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن