کابل(پژواک،١١زمرى٩٥): د حکومت اجرائيه رييس وايي چې د بروکسل ناستې ته بايد داسې يو سند وړاندې شي ترڅو د نړيوالو قناعت حاصل او له افغانستان سره مرستې وکړي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې د حکومت د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په١١مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې په غونډه کې د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وويل چې د بروکسل ناستې ته بايد يو جامع او هر اړخيز سند وړاندې شي، څو د نړيوالو قناعت حاصل او له افغانستان سره مرستې ته چمتو شي.
هغه وويل چې په دې سند کې بايد د کډوالو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، په هېواد کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې، چاپېريال ساتنې، ترانسپورټي سيستم د ښه والي او نورو مسايلو ته هم بايد ځاى ورکړل شي.
د بروکسل د ناستې لپاره سند د افغانستان د ماليي وزارت له لوري چمتو شوى دى.
په دې سند کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزې ودې، پر ځان بسياينې او رفاه لپاره د افغانستان لومړيتوبونو، ژمنو او وړانديزونو ته ځاى ورکړل شوى دى.
ټاکل شوې چې د اکتوبر په مياشت کې په بروکسل کې په نړيواله کچه غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر اقتصادي مرستو هم خبرې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن