ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين  د ختيځ ترکستان وسله والو پرضد د افغانستان د هڅو ستاينه وکړه

چين د ختيځ ترکستان وسله والو پرضد د افغانستان د هڅو ستاينه وکړه

author avatar
1 Aug 2016 - 13:31
چين  د ختيځ ترکستان وسله والو پرضد د افغانستان د هڅو ستاينه وکړه
author avatar
1 Aug 2016 - 13:31

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د چين دفاع وزير له افغانستان څخه مننه کړې چې په خپل هېواد کې د چين حکومت ضد وسله والو سره جګړه کوي.

د چين دولتي رسنيو د خبر له مخې چې د زمري په ١١مه، خپور شوى، د دغه هېواد د فاع وزير  چانګ وانقوان پرون په بيجنګ کې د افغانستان له لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال د چين دفاع وزير له افغانستان څخه مننه کړې چې ځواکونه يې په خپله خاوره کې د چينايي  وسله والو پر ضد مبارزه کوي.

د يادونې ده چې د چين  ختيځ ترکستان اسلامي تحريک د سينګيانک ايالت د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او ځينې وسله وال يې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې روزنيز مرکزونه لري.

چين دا اندېښنه لري چې په افغانستان کې د نا امنيو لړۍ به دغه هېواد ته وغځيږي او وسله وال   به دوى ته سرخوږى پيدا کړي.  

د ملګرو ملتونو او امريکا لخوا د چين ياده ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې هم شامل کړاى شوې ده .

د چين دفاع وزير ويلي: (( زه له افغانستان څخه مننه کړم چې د يادې ترهګرۍ ډلې پر ضد اغېزناکه مبارزه کوي .))

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ اړيکې به نورې هم پياوړې شي .

سرچينه کاږي، د افغانستان لوى درستيز جنرال شهيم ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا ژمنه کړې چې د ختيځ ترکستان ډلې پر ضد به خپلو مبارزو ته ادامه ورکړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.