ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بهرنيانو پر يو مېلمستون ډله ييز بريد شوى

کابل کې د بهرنيانو پر يو مېلمستون ډله ييز بريد شوى

author avatar
1 Aug 2016 - 08:15
کابل کې د بهرنيانو پر يو مېلمستون ډله ييز بريد شوى
author avatar
1 Aug 2016 - 08:15

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د کابل ښار نهمې حوزې اړونده سيمه کې د بهرنيانو پر يو مېلمستون ډله ييز بريد شوى دى.

دا بريد د شپې په يوه نيمه بجه د يوه ټرک په وسيله تر چاودنې وروسته پيل شوى او د سهار تر شاوخوا اتو بجو پورې يې دوام درلود.

د عبيدالله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيمه شپه کې د يوې ډېرې درنې چاودنې غږ له خوب راپاڅولو.

د هغه د معلوماتو له مخې، يوه تن ځانمرګي پريد لومړى له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې او بيا نور وسله وال مېلمستون ته ننوتلي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د بريدګرو شمېره څلور تنه وو او دوه تنه يې وژل شوي دي.

تر اوسه رسمي او غير رسمي سرچينو په مېلمستون کې د مېشتو بهرنيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.