ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکستانى: په جوزجان  کې ١٨ وسله وال وژل شوي

ترکستانى: په جوزجان کې ١٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
2 Aug 2016 - 18:49
ترکستانى: په جوزجان  کې ١٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
2 Aug 2016 - 18:49

شبرغان، فراه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د جوزجان ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د ازبکستاني وسله والو په ګډون ١٨ مخالفين او دغه راز د فراه ولايت په خاک سفېد ولسوالۍ کې يو طالب وژل شوى دى.

 د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني وويل چې د قوش تپې ولسوالۍ مرکز کلابندي له څو ورځو وروسته د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له لوري ماته شوې او وسله وال مخالفين له خانقاه، شېربېک او ګردن کليو څخه شاتګ ته اړ ايستل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په رامنځته شوې نښته کې ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي، چې په وژل شوو کسانو کې دوه ازبکستاني وسله وال هم شامل دي.

 د جوزجان ولايت امنيه قوماندان زياته کړه، چې د طالبانو په کلابندۍ کې پاتې شوي امنيتي ځواکونه چې د غذايي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ و، له يادو ستونزو ژغورل شوي او دوى ته په کافي اندازه مهمات او خوراکي توکي لېږل شوي دي.

 هغه وويل: "نن د نورو ورځو په پرتله د قوش تپې ولسوالۍ وضعيت يو څه ښه دى او اوسمهال امنيتي ځواکونه د يادې ولسوالۍ په بازار، ښار او شاو خوا سيمو کې د مورچو په نيولو بوخت دي."

 د ترکستاني په وينا، د هوايي ځواکونو په عملياتو کې له جېټ او جګړه ييزو چورلکو ګټه اخيستل کېږي او دغه راز د ولسوالۍ په شا وخوا سيمو کې پنځوس کومانډو ځواکونه هم ښکته شوي چې اوس په چاڼيزو عملياتو بوخت دي.

 خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغو بريدونو کې د خپلو کسانو وژنه ردوي،  او وايي چې په ياده پېښه کې يواځې درې طالبان ټپيان شوي دي.

 هغه څرګنده کړه، دولتي الوتکو هغه سيمې بمبار کړې چې د طالبانو د راغونډېدو له ځاى څخه لرې پرتې دي او د ولسوالۍ مرکز اوس هم د طالبانو له لوري کلابنده دى او جګړه سخته شوې ده.

 مجاهد په دې اړه چې طالبان په دغه جګړه کې د پاکستاني جنرالانو له لوري رهبري کېږي او په يادو وژل شوو کې دوه ازبکستاني وسله وال هم شامل دي، وويل: "دغه موضوع حقيقت نه لري، د طالبانو په ډلو کې هيڅ بهرنۍ نشته او د دوه ازبکانو وژل کېدل هم ناسم دي."

 نوموړي څرګنده کړه چې دا د دولت  تبليغات دي، د طالبانو د بدنامولو په موخه داسې اوازې خپروي، څو د طالبانو او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي.

 بلخوا په فراه کې هم د پنځو وسله والو مخالفينو د  ټپي او وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د ياد ولايت چارواکو ويلي چې د دغه ولايت خاک سفېد ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې يو وسله وال طالب وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.