ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې يو ٢٣ کلن ځوان وژل شوی

پروان کې يو ٢٣ کلن ځوان وژل شوی

author avatar
2 Aug 2016 - 15:01
پروان کې يو ٢٣ کلن ځوان وژل شوی
author avatar
2 Aug 2016 - 15:01

چاريکار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د پروان ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ يو محصل له يوه بل کس سره د چاريکارو په ښار کې د کراچۍ درولو د ځای پر سر د لفظي شخړې له امله وژل شوى دى.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبيدالله پرون شپه اته نیمې بجې د اجمل په نوم د يوه بل ځوان له لوري د چاريکارو ښار د ګل غونډۍ په واټ کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ مخې ته د تومانچې پر ډزو وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې عبيدالله او اجمل د پروان ولايت مرکز چاريکارو ښار پر یوه سړک څنګ په څنګ په کراچیو کې چپس پلورل او د کراچیو د درولو پر ځاى  يې له يوه بل سره لفظي شخړه کړې وه.

مموزي وويل چې اجمل تښتېدلى خو پلار يې د پوليسو له لوري نيول شوى او د اجمل د نيولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.

د پروان د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ امر روشنا خالد وويل چې عبيدالله د ياد انسټيټيوټ د دويم کال محصل و، خو له دې امله چې انسټيټيوټ له ازموينو وروسته رخصت وي؛ د چاريکارو په ښار کې يې چپس پلورل.

هغه هم زياته کړه چې عبيدالله له يوه بل کس سره د لاس ګاډي د ځاى په اړه لفظي شخړه کړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.