ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: درې ولايتونو کې ۴٥ وسله وال وژل شوي

چارواکي: درې ولايتونو کې ۴٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
2 Aug 2016 - 14:00
چارواکي: درې ولايتونو کې ۴٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
2 Aug 2016 - 14:00

لښکرګاه- گردېز- مهترلام (پژواک، ١٢ زمری ۹۵):  د هلمند، پکتيا او لغمان ولايتونو کې ٤٥ وسله وال طالبان په هوايې بريدونه او نښته کې  وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٢مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په مارجې او نادعلي ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ١٥ طالبان په نادعلي او ٢٥ په مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د ځواک په خبره، په وژل شوو کې د طالبانو يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو وژل شوو کسانو کې د کامران او هارون په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز ځواک وويل چې د نن ورځې تر پايه به شاوخوا اته سوه تازه دمي سرتېري د نادعلي د امنيت د ټينګښت په موخه دې ولسوالۍ ته ورسېږي.

ځواک وايي چې ډېر ژر به په نادعلي کې له لاسه وتلې سيمې بېرته امنيتي ځواکونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

په نادعلي کې دوه ورځې وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې چې له امله یې يو شمېر کسان له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.

ځواک وايي چې د کمېسيون له خوا به ډېر ژر له بېځايه شوو کورنيو سره اړيني مرستې هم وشي.

د نادعلي ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د ودانۍ سربېره نور ټولې سيمې له طالبانو سره دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدنبي پژواک ته وويل چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

هغه وويل: ((طالبان په ډېرې چټکۍ له مقاومت پرته سيمي نيسي او خلک نشي کولاى له خپلو کورونو و وځي لارې بندې دي، د لوى باغ سيمې اوسېدونکو په ډېرې زارۍ له طالبانو لښکرګاه ته د تګ اجازه واخيسته.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.