جلال اباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش ډلې پر وړاندې پيل شوي د قهر عمليات په برياليتوب روان دي او تر کوټ وروسته به ډېر ژر هسکه مېنه هم له داعش ډلې پاکه شي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د والي، امنيې قوماندانۍ او قول اردو وياندويانو د زمري په ١٣مه په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين اقا وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د هغه په وينا، دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د قهر سېلاب عملياتو په ترڅ کې اوه داعش وسله وال وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال خبري غونډې ته وويل چې هسکه مېنې ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملياتو پر مهال ګڼې سيمې له مخالفينو پاکې او زيات شمېر مهمات او وسلې يې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د قهر سېلاب عملياتو پر مهال د شابۍ، تنګي، ګور ګورۍ او د ګور ګورۍ بازار سيمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې دي.
مشرقيوال وايي، د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې د جلب او جذب هغه مرکز چې د خراسان ولايت نوم يې ورته ورکړی و، له منځه وړل شوى او د دولتي ځواکونو تر واک لاندې راغلى دى.
د نوموړي په وينا، د يادو عملياتو په ترڅ کې دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې د قهر سېلاب عملياتو په ترڅ کې تر کوټ ولسوالۍ وروسته په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش ډلې مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي .
ده زياته کړه چې د کوټ په څېر به ډېر ژر د هسکې مينې ولسوالي هم له داعش وسله والو څخه پاکه شي.
د هغه په وينا، کوټ ولسوالۍ ته د لا زياتو مرستو د رسولو په موخه هڅې روانې او هر مهال چې هسکه مېنه ولسوالۍ د داعش له شتون څخه پاکه شي؛ نو په ياده ولسوالۍ کې به هم بشري او نورې مرستې پيل کړي .
د والي وياند ډاډ ورکړ،چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه يې په سيمه ييزه او ملي کچه د سکتوري او مرستندويه ادارو سره خبرې اترې دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن