ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګون لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د ارګون لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
3 Aug 2016 - 13:19
د ارګون لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
3 Aug 2016 - 13:19

ګردېز- ښرنه (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د ارګون ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال په ګډون په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې نهه طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په شکين او برمل ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

د پيرخېل د معلوماتو له مخې چې دغه جګړې د شکين په سليمانزو او د برمل په محمداخېلو سيمو کې شوې دي.

د هغه په وينا، په دې جګړو کې د ارګون ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال ملا انس په ګډون نهه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو يو قوماندان ملا سيف الله هم شامل دى.

د شکين ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((پرون ناوخته دلته د طالبانو او امنيتي کسانو تر منځ سخته جګړه وه.))

د هغه په وينا، په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيا ولايت کې درې پوليس وژل شوي دي.

د پکتيا امنیه قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ  په اړوند سيمو کې پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

نوموړی وايي، په دغو بريدونه کې چې څو ساعته يې دوام کړی درې پولیس  وژل شوي او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه.

امنيه قوماندان وايي چې په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونه په چاڼيزو عملياتو بوخت دي اوله سيمې ېې وسله وال طالبان په شا کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.