دوهم تعقيب - پل علم (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت په ازرې ولسوالۍ کې لوېدلې چورلکه د پاکستان ده او څلور تنه سپرلۍ يې هم پاکستاني منصبداران دي.
د ازرې ولسوال حميدالله حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل، دې چورلکې نن ماسپښين د ازرې سوېل ختيځ لور ته په ٤٠ کيلومترۍ کې به اوبختي سیمه کز بيړنې ناسته کړې، چې شپږ تنه سپرلۍ يې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
ازره د لوګر له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
هغه زياته کړه، په دغو کې کسانو څلور يې پاکستاني منصبداران دي او په اردو ژبه خبرې کوي، دغه راز پر چورلکې د پاکستان نښان هم تر سترګو کېږي.
د ده په وينا، طالبانو ياد شوي شپږ واړه کسان له ځان سره نامعلوم ځاى ته بيولي او حکومت هم تراوسه پورې د هغوى د ژغورنې په اړه کوم اقدام نه دى کړى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم تاييدوي چې چورلکه د پاکستان ده او سپاره کسان په کې پاکستانيان دي.
دى وايي، ياده سيمه ناامنه ده او حکومت ورته لاسرسى نه لري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، په ياده سيمه کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو اوسمهال دا نه شي تاييدولى چې د چورلکې سپرلۍ دې د دوى له کسانو سره وي.
تردې وړاندې ناټو او افغان ځواکونو هم ويلي وو، چې د ياده شوې لوېدلې چورلکه په دوى پورې تړاو نه لري.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري پژواک ته وويل، د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې لوېدلې چورلکه په دوى پورې تړاو نه لري.
هغه وايي: ((دا د کومې شخصي کمپنۍ طياره ده، په ملي اردو پورې اړه نه لري.))
همدارنګه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک ته وويل، د دوى کومه چورلکه نن په افغانستان کې له کومې پېښې سره نه ده مخامخ شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن