کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۵): په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د سوېلي زون له چارواکو سره ليدنه کې وويل چې وسله وال د جګړې له لارې بريا نه شي تر سره کولاى، په کار ده د سولې خبرو ته حاضر شي.
له ده سره په دې سفر کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي او د کورنيو چارو وزير جنرال تاج محمد جاهد هم ملګري وو.
ياد شوي پلاوي د کندهار له والي، نظامي مسوولينو، د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل د ولايتي شورا له رييسانو او يو شمېر نورو مخورو سره د دې زون پر امنيتي وضعيت خبرې وکړې.
د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وويل، سږ کال د افغانستان امنيتي ځواکونو ګټې لاسته راوړنې لرلې او د وسله والو پر وړاندې جګړه يې په ښه توګه رهبري کړې ده.
هغه د بېلګې په توګه د کندهار- اروزګان لويه لاره ياده کړه چې وسله والو بنده کړې وه او د افغانستان امنيتي ځواکونو په ډېرو قربانيو ورکولو بيرته خلاصه کړه.
نوموړي د دې تر څنګ هلمند او يو شمېر نور ولايتونه ياد کړل چې افغان ځواکونه په پوره مېړانه د وسله والو پر ضد جګړه کوي او غواړي خلکو ته د امن فضا برابره کړي.
خو ده وويل چې جګړه لا هم په شدت روانه ده او دغه جګړې دغه فصل لا پاى ته نه دى رسېدلى.
نوموړي زياته کړه: ((ستاسې په ياد دي چې موږ د وسله والو مشر ملا منصور وواژه، ځکه هغه د سولې په لار کې خنډ و، دغه راز په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش سلګونه غړي او لسګونه مشران وژل شوي دي.))
په همدې بنسټ نوموړي وسله والو ته خبردارى ورکړ چې د جګړې له لارې نه شي بريالي کېداى.
جنرال نېکولسن وويل: ((هيله مې دا ده څو وسله وال په دې پوهېږي چې په جګړه څه نه شي تر لاسه کولاى، هغوى بايد خپلې وسلې کښېږدي او سولې ته حاضر شي.))
د ناټو قوماندان د وارسا د کنفرانس يادونه وکړه چې د امريکا متحده ايالاتو او د ناټو غړو هېوادونو د راتلونکو کلونو لپاره له افغان ځواکونو سره د مالي او نظامي مرستو ټينګې ژمنې وکړې.
نيکولسن وويل: ((د امريکا متحده ايالات ستاسې تر شا ولاړ دي، د ناټو سازمان ټول غړي هېوادونه ستاسې تر شا ولاړ دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن