ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اباسين ځدران مارکېټ شپږ پوړه وسوځېدل

د اباسين ځدران مارکېټ شپږ پوړه وسوځېدل

author avatar
4 Aug 2016 - 11:27
د اباسين ځدران مارکېټ شپږ پوړه وسوځېدل
author avatar
4 Aug 2016 - 11:27

درېيم تعقيب: (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار د ميرويس ميدان په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې لګېدلي اور د دې لس پوړيز مارکېټ شپږ پوړه سوځولي دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه اور د اباسين ځدراڼ په لس پوړيز سوداګريز مارکېټ کې شاوخوا ١١ بجې د دغه مارکېټ په اتم پوړ کې ولګېد.

هغوى وايي په دغه مارکېټ کې د اور له لګېدو سره سم اوازه شوه چې مارکېټ ته ځانمرګي ننوتلي دي.

د هغوى په وينا، له دې اوازې سره سم خلک له سيمې وتښتېدل.

خو يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى اور د ياد مارکېټ د خياطۍ په يوه هټۍ کې د ګازډبې لګولو له امله لګېدلى دى.

 

که څه هم د پېښې ځاى ته د اطفايې وسايط رسېدلي او هڅه کوي چې اور مړ کړي، خو تر اوسه (له غرمې وروسته يوه نيمه بجه) پر دې کار نه دي بريالي شوي او د دغه مارکېټ پاسني شپږ پوړونه سوځېدلي دي.

د دې اورلګېدنې د نورې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى، خو راپورونه ښيي چې يو تن د دغه مارکېټ له نهم پوړ څخه د اور له وېرې ځان وغورځاه او ساه يې ورکړه.

ويل کېږي چې په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې ځيني کسان بند هم پاتې دي.

نويد احمد احمدي چې د دغه مارکېټ په پنځم پوړ کې هټۍ او په اووم پوړ کې ګودام لري، وايي چې دوه وروڼه يې او يو تن چې په هټۍ کې ورسره کار کوي، لادرکه دي.

د هغه په وينا، دغه درې تنه په مارکېټ کې وو او اوس يې د ګرځنده ټيلېفونونو شمېرې کار نه کوي.

ده وويل، کېداى شي دغه کسان په اووم پوړ کې ګودام ته تللي وي او هلته د اور په لمبو کې راګير شوي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.