ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ” نمونې په توګه د ملګرو ملتونو” لومړى کنفرانس کابل کې جوړ شو

د ” نمونې په توګه د ملګرو ملتونو” لومړى کنفرانس کابل کې جوړ شو

author avatar
4 Aug 2016 - 14:28
د ” نمونې په توګه د ملګرو ملتونو” لومړى کنفرانس کابل کې جوړ شو
author avatar
4 Aug 2016 - 14:28

کابل (پژواک،١٤ زمرى ٩٥): د هېواد ولسمشر د ځوانانو له لوري کابل کې د نمونې په توګه د ملګرو ملتونو کنفرانس کې د ځوانانو پالنې په اړه دحکومت  له هوډ څخه يادونه وکړه  او ويې ويل چې افغان حکومت د هرې ورځې په تېرېدو نور هم ځوان او مسلکي کېږي.

دا کنفرانس چې نن " له ملګرو ملتونو سره د ورتوالي" نوم لاندې د " ځوانو متفکرينو ټولنې" له لوري د صدرات ماڼۍ کې جوړ شوى و، ولسمشر، د اجراييه رياست دويم مرستيال، لومړۍ مېرمن ، يو شمېر حکومتي مشرانو او بهرنيو سفيرانو ګډون درلود.

 محمد اشرف غني په دې کنفرانس کې د هېواد راتلونکې ته د هيله مندۍ په څرګندولو سره ځوانو ګډونوالو ته په خطاب کې وويل:" ستاسو د هر يوه په څېره کې ، هيله، هوډ، يووالى، همپالنه، باور او د ښځې او نر تر منځ مساوات ليدل کېږي؛ تاسو هغه نسل ياست چې افغانستان به له نړۍ سره ونښلوئ او کولى شئ چې په سمه توګه له خپل هېواد او خلکو څخه استازيتوب وکړئ."

هغه د ځوانانو له لوري د نمونې په توګه د ملګرو ملتونو سازمان جوړول وستايل او ويې ويل چې هغوى په خپل دې کار سره په حقيقت کې د افغانستان راتلونکى تمثيل کوي.

 ولسمشر د ناستې جوړونکو له نوښت، د ځوانانو له لوري يې مالي ملاتړ او د ټيم له رامنځ ته کېدو څخه مننه وکړه او ويې ويل  چې هېواد کې هېڅ پروګرام له ډله ييز کار څخه پرته بريالى کيداى نه شي.

اشرف غني زياته کړه :" تاسو د وېش نه،بلکې د نښلولو نسل ياست، ستاسو د هر يوه وينه، د پت ، وياړ او هوډ وينه ده؛ تاسو هغه نسل ياست چې نورو ته د نفاق اچولو اجازه نه ورکوئ، نه يواځې په يووالي،  بلکې پر مساواتو هم باور لرئ."

 ولسمشر وويل :" ډېر د خوشحالى ځاى دى چې د افغانستان راتلونکې ستاسو په لاسونو کې خوندي ده، زه به يو ورځ ځم او مسووليت مى دا دى چې افغانستان تاسو ته وسپارم، نن د الله "ج" په فضل د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان اداره نوره هم د ځوانښت او مسلکي توب لور ته روانه ده."

هغه څرګنده کړه چې تېره اوونۍ د هېواد د ٣٤ ولايتونو د کرنې رياستونو لپاره د نوماندانو غوښتنليکونه يې ارزيابي کړل او ورته څرګنده شوه چې ٧٠ سلنه يې د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه لري.

ولسمشر په ورته وخت کې په حکومت کې د ځوان پالنې په اړه خوښي  څرګنده کړه او ويې ويل:((د ٢٠ ښاروالانو له ډلې چې تازه ټاکل شوي، اکثريت يې د ٢٨ او ٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه لري.))

د ولسمشر مېرمنې رولا غني هم وويل چې ددې کنفرانس د ترسره کولو نوښت د ځوانانو د پياوړې ارادې څرګندوى دى.

 نوموړې وويل، د هېواد دوګړو له نيمايي زياته برخه ځوانان جوړوي:((خوښه يم چې تاسې ځوانان نن ورځ د خپل عمل په نوښت توانېدلي چې د ملګرو ملتونو مډل تمثيل مو وکړ ، د ستونزو حل ته مو لاره  پيدا کړه،  ستاسې دا اقدام د راتلونکو نسلونو لپاره برخليک ټاکونکى دى.))

د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال محمد محقق وويل چې ځوانانو نن د ملګرو ملتونو سازمان نمونه ترتيب او تنظيم کړه، څو خپله ټولنه له هغه سيستم سره اشنا کړي چې په کې شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.