څلورم تعقيب- کابل: (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې لګېدلي اور د دې ١٢ پوړيز مارکېټ لس پوړه وسوځول او له امله يې يو تن مړ او اته نور چې ٧ يې پوليس دي، ټپيان شول.
په کابل کې د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د پېښې په ځاى (ميرويس ميدان) کې خبريالانو ته وويل، لومړني معلومات ښيي چې دغه اور نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس بجې لومړى د دغه مارکېټ په دوولسم پوړ کې د خياطۍ په يوې هټۍ کې د اوتو له امله لګيدلى دى.
ده چې له غرمې وروسته چې شاوخوا دريو بجو يې خبرې کولې، ويې ويل چې اوس اور مهار شوى دى.
هغه وايي چې د دې اورلګېدنې مالي زيانونه تر اوسه نه دي څرګند، خو يو هټۍ وال چې د مارکېټ له نهم پوړ څخه يې د اور له وېرې ځان غورځولى مړ دى او يو بل هټۍ وال ټپي شوی دى.
رحيمې وويل چې ٧ پوليس د اور وژنې پر مهال په ياد مارکېټ کې ټپيان شوي دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په دې سوداګريز مرکز کې سره زر، جامې او نور توکي پلورل کېدل.
د دې ١٢ پوړيز مارکېټ لس پوړه سوځېدلي او دا مهال (له غرمې وروسته درې بجې) د اور لمبې ورو شوي خو لوګي يې لا هم اسمان ته پورته کېږي.
همدا اوس د اور وژنې ډلې کسان د دغه مارکېټ دوولسم پوړ ته ختلي او له هغه ځايه د مارکېټ پر نورو ځايونو اوبه شيندي.
د مارکېټ يو هټۍ وال فيصل رحماني چې په پنځم پوړ کې د ښځينه جامو پلورنځى لري، پژواک ته وويل چې د ده په دوکان کې د ٥٠زرو ډالرو جنس موجود و، خو د ده په ګډون ډېر لږ هټۍ وال په دې وتوانېدل چې خپل لږ مالونه له مارکېټ څخه وباسي.
ده زياته کړه، په دغه مارکېټ کې نه د اور وژنې بالون وسايل موجود و او نه هم د بېړنيو پېښو لپاره ځانګړې دروازه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن