ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې هېوادونو نوى اتحاد رامنځته شو

له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې هېوادونو نوى اتحاد رامنځته شو

author avatar
4 Aug 2016 - 15:51
له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې هېوادونو نوى اتحاد رامنځته شو
author avatar
4 Aug 2016 - 15:51

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په موخه د سيمې د څلورو هېوادونو تر منځ نوى اتحاد جوړ شوى دى.

د دغه اتحاد د جوړولو پرېکړه پرون د چين په ارومچي ښار کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چين د پوځي چارواکو تر منځ په څلور اړخيزه ناسته کې وشوه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم په ياده غونډه کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دې څلور اړخيزه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد د جدي مبارزې او په دې برخه کې د همکاريو پر څرنګوالي بحث او پرېکړې شوې دي.

جنرال وزيري دغه راز وويل چې د هېواد لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم له چيني چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوځي اړيکو او همکاريو هم ځانګړې ليدنې کړې دي.

د نوموړي په وينا، چين له څه مودې راهيسې له افغانستان سره پوځي مرستې پيل کړې دې او د دغه سفر پر مهال پر دې هم خبرې شوې چې چين له افغان امنيتي ځواکونو سره په نورو برخو کې نور څه ډول مرستې کولى شي.

بلخوا چينايي او پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په دې غونډه کې د چين د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مرستيال فانګ فينګوهي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د تاجکستان د پوځ مشر او د دفاع وزارت مرستيال ګډون کړى و.

سرچينې زياته کړې چې د دغه نوي اتحاد جوړولو د چين پلان و، خو په جوړولو کې يې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم مهم رول لوبولى دى.

سرچينې زياته کړې، په دې موخه جنرال راحيل شريف د ٢٠١٦ زېږديز کال د مارچ په مياشت کې افغانستان، تاجکستان او چين ته سفرونه هم کړي وو.

تر يادې څلور اړخيزې وروسته په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ګډونوالو پر دې خبرې اتفاق وکړ چې ترهګري او سخت دريځي د سيمې د ثبات لپاره لوى ګواښ دي.

سرچينې زياته کړې، په اعلاميه کې راغلي چې د دغه اتحاد اړوند هېوادونه به د سولې، ثبات او له ترهګرۍ سره مبارزه کې له يو بل سره همکاري کوي.

په اعلاميه کې راغلي، څلور واړه هېوادونه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري، د استخباراتو معلوماتو تبادله، د وړتياوو په زياتولو، ګډ پوځي تمرينات او د ځواکونو په روزنه کې به له يو بل سره همکاري کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.