ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د پکتيا امنيه قوماندان وايي چې په دوو ولسواليو کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ځیني نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په څمکنيو او جاني خېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وويل چې د دې جګړو په ترڅ کې ٢١ وسله وال طالبان په جاني خېلو او اته نور په څمکنيو ولسواليو کې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ځدراڼ وايي، په دغو عملياتو کې ملي پوليس، ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو برخه اخيستې وه.
هغه په يادو جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: ((په دې ولسواليو کې اوس هم چاڼيز عمليات روان دي.))
د څمکنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمديوسف پژواک ته وويل چې له دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
د هغه په وينا، په جګړه کې له درنو او سپکو وسلو کار اخيستل کېږي چې خلک يې په وېره کې اچولي دي.
وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په څمکنيو او جاني خېلو ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې.
هغه وايي چې په دې جګړو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ګڼ افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، د دې جګړو پر مهال د امنيتي ځواکونو دوه پوستې هم طالبانو نيولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پکتيا ولايت کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن